لاس رسیدونکی لینک

پاکستان : يو پوليس افسر اؤ دوه خودکش وژل شوي


دسرچينو ترمخه دبره دير په بانډۍ سيمه کې پوليسو په يو کور چاپه ووهله اؤ په دغه مهال يو وسله وال تن ډزې وکړې چې له امله يې يو سب انسپکټر سراج ووژل شو اؤ ايس ايچ او خانزاده اؤ يو سپاهي ژوبل شول.

سرچينې وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې دبره دير ضلعې په بانډۍ سيمه کې دډزو په يوه پيښه کې يو پوليس افسر( سب انسپکټر) وژل شوى اؤ ايس ايچ او يو سپاهي ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دبره دير په بانډۍ سيمه کې پوليسو په يو کور چاپه ووهله اؤ په دغه مهال يو وسله وال تن ډزې وکړې چې له امله يې يو سب انسپکټر سراج ووژل شو اؤ ايس ايچ او خانزاده اؤ يو سپاهي ژوبل شول.

ژوبل ايس ايچ او اؤ سپاهي يو نزدې روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي اؤ دسرچينو وينا ده چې دژوبل ايس ايچ او حالت سخت دى.

بل لوري ته چارواکي وائي دخالي په ورځ دپاکستان دبلوچستان صوبې په ژوب ضلع کې دامنيتي ځواکونو لخوا دشوې کارروايۍ په مهال دوه ځانمرگي بريدکوونکي وژل شوي دي.

دامنيتي چارواکو ترمخه امنيتي ځواکونو دژوب په گوال اسماعيلزئي سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي اؤ په دغه مهال يو ځانمرگي ځان الوځولى اؤ بل دامنيتي ځواکونو لخوا وژل شوى دى.

امنيتي ځواکونو ددغو عملياتو په مهال ٥٠٠ بمونه،٢٠٠ کلو گرامه چاؤديدونکي مواد،٥٠ جيکټې،١٣ راکټ لانچرې اؤ نوره وسله هم لاسته راوړې اؤ چارواکي دعوه کوي چې ددې ترڅنگ دورانکارو لخوا سيمه کې ښخ کړل شوي بمونه هم ناکاره کړى شوي دي.

XS
SM
MD
LG