لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : دمولانا عبدالعزيز دنيولو وارنټ


ددړکو څخه په ډکو بيانونو ورکولو داسلام اباد دمقامي عدالت سينئر سول جج ثاقب جواد دمولانا عبدالعزيز دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړى.

دجمعې په ورځ يو مقامي عدالت دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دلال جومات دمولانا عبدالعزيز دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړى خو مولانا عبدالعزيز دگرفتارۍ نۀ ورکولو پريکړه کړې ده.

ددړکو څخه په ډکو بيانونو ورکولو داسلام اباد دمقامي عدالت سينئر سول جج ثاقب جواد دمولانا عبدالعزيز دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړى.

دجمعې په ورځ پوليس افسران عََدالت ته وړاندې شول اؤ وې وئيل چې دمدني ټولنې غړو دمولانا عبدالعزيز په ضد دقتل ددړکو په ورکولو مقدمه درج کړې ده ځکه نو دلال جومات دخطيب مولانا عبدالعزيز دنيولو اجازه دې ورکړل شي.

عدالت دمعاملې داوريدو وروستو دمولانا عبدالعزيز دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړو.

اخوا دلال جومات دشهداء فاؤنډيشن وياند حافظ احتشام وئيلي دي چې مولانا عبدالعزيز دگرفتارۍ نۀ ورکولو پريکړه کړې ده اؤ که چرې دهغه دنيولو هڅه وشوه نو مزاحمت به ښودلى شي.

ميډيا سره خبرو کې حافظ اهتشام وويل چې حکومت دې لمړى دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان اؤ دپاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري ونيسي.

په ياده دې وي چې په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو ترهه گريزه حمله کې د١٤١ ماشومانو اؤ دهغوي داستاذانو دوژل کيدو وروستو دلال جومات مولانا عبدالعزيز پخپل يو لانجمن بيان کې وئيلي وؤ چې هغه به ددغه پيښې غندنه نۀ کوي.

دمولانا عبدالعزيز ددې بيان څخه وروستو دمدني ټولنې غړو دهغه په ضد احتجاج شروع کړو اؤ ددوؤ ورځو پورې مظاهرين دلال جومات څخه بهر ورټول شوي وؤ اؤ په دغه مهال هغوي ته دمولانا عبدالعزيز له لوري په شکمنه توگه دړکې وشوې، وروستو دمدني ټولنې دغړو اؤ مولانا عبدالعزيز دواړو په ضد مقدمه درج کړل شوه.

وروستو دمدني ټولنې غړو خبردارى ورکړو چې که چرې ايف ائي ار کې دترهه گرۍ دمخنيوي دفعې شامل نۀ کړل شوې اؤ دلال جومات خطيب ونۀ نيول شو نو هغوي به په ٢٦م دسمبر دابپاره پوليس سټيشن مخې ته مظاهره کوي.

XS
SM
MD
LG