لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : دډرون حملو کې دبهرنيانو په گډون ٧ جنگيالي وژل شوي


ده لمړى بريد دشوال دکونډ سيمې سره نزدې وشو چې پکې دپنجابي طالبانو دکمانډر قاري عمران وداني په نخښه کړى شو

دجمعې په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون څخه ترسره شوؤ دوؤ ميزائيلي بريدونو کې ددريوؤ بهرنيانو په گډون لږ ترلږه ٧ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

داستخباراتي سرچينو وينا ده لمړى بريد دشوال دکونډ سيمې سره نزدې وشو چې پکې دپنجابي طالبانو دکمانډر قاري عمران وداني په نخښه کړى شو، دغه حمله کې څلور جنگيالي ووژل شول خو دقاري عمران دوژل کيدو په اړه پخلى نۀ دى شوى.

دوهمه حمله دشوال منگروټي سيمه کې وشوه ، دغه حمله کې دډرون څخه په يوه ودانۍ دوه ميزائيلونه وداغل شول چې پکې درې شکمن ازبک جنگيالي ووژل شول، حمله کې په نخښه شوې وداني په مکمل ډول تباه شوې.

شمالي وزيرستان کې دډرون دغه وروستۍ حملې په داسې حال کې شوي چې سيمه کې دپاکستان پوځ هم دتندلارو په ضد سږکال دجون دنيمائي څخه دتندلارو په ضد په عمليات بوخت دى.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې يې تر دې مهاله ددوؤ زرو څخه زيات جنگيالي وژلي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

پاکستان پخپله خاوره دډرون حملو مخالفت کوي اؤ دا دخپلې خپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي گڼي خو امريکائي چارواکي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دډرون بريدونه يوه موثره وسله گرځوي.

XS
SM
MD
LG