لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : دپوځي عدالتونو په جوړيدو سياسي گوندونه تقسيم


سرچينې وائي غونډه کې پاکستان تحريک انصاف( پي ټي ائي) اؤ پاکستان مسلم ليگ(ق) دترهه گرۍ دمقدمو لپاره دپوځي عدالتونو دجوړيدو ملاتړ کړى دى.

دپاکستان گڼو سياسي گوندونو دترهه گرۍ په اړه دمقدمو دفيصله کولو لپاره هيواد کې دپوځي عدالتونو دجوړولو دخيال ملاتړ کړى دى، سياسي گوندونو دپوځي عدالتونو دجوړيدو دغه ملاتړ وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ شوې غونډه کې کړى دى.

سرچينې وائي غونډه کې پاکستان تحريک انصاف( پي ټي ائي) اؤ پاکستان مسلم ليگ(ق) دترهه گرۍ دمقدمو لپاره دپوځي عدالتونو دجوړيدو ملاتړ کړى دى.

دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره ديوې جامع تگلارې جوړولو وزيراعظم هاؤس کې دغونډې په مهال دپي ټي ائي چئيرمين عمران خان دترهه گرۍ دمقدمو داوريدو لپاره د ځانگړو پوځي عدالتونو دجوړيدو لپاره دخپل لوري دملاتړ اعلان وکړو.

په دغه موقع خپله وينا کې عمران خان وويل چې ددغو عدالتونو لپاره وخت محدود پکار دى اؤ زياته يې کړه چې پي ټي ائي به دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره داخستل کيدونکو ټولو گامونو ملاتړ کوي.

سرچينې دا هم وائي چې غونډه کې دپي پي پي ځينو مشرانو هم وويل چې پوځي عدالتونه ديوې خاص مودې لپاره جوړيدل پکار دي.

خو دپي پي پي مشر اعتزاز احسن وويل هغوي ترهه گرو ته دفوري سزاگانو ورکولو ملاتړ کوي اؤ که چرې دپوځي عدالتونو لپاره دقانون مسوده هغوي سره شريکه کړل شي نو هغوي په ائيني اؤ قانوني دائره کې يو طريقه کار ټاکلى شي اؤ زياته يې کړه چې دپوځي عدالتونو دجوړيدو په اړه به هغوي خپل باضابطه دريځ داړونده دستاويز دلوستلو وروستو ورکوي.

پي ايم ايل (ق) اؤ قومي وطن پارټۍ دپوځي عدالتونو دجوړيدو څخه ملاتړ اعلان کړو.

سينيټر مشاهد حسين وزيراعظم هاؤس کې غونډې ته وويل” زۀ پۀ مکمله توگه ددې گام ملاتړ کووم، امريکا هم په ماضي کې دغسې کړي دي“

دبلوچستان دنيشنل پارټۍ حاصل بزنجو هم دپوځي عدالتونو دجوړيدو ملاتړ وکړو.

دپاکستان مسم ليگ( ضياء) اعجاز الحق وويل پوځي عدالتونه دترهه گرۍ هوارى دى.، عوامي نيشنل پارټۍ په دغه معامله وخت غوښتى

داى اين پي غلام بلور وويل هغومي دپوځي عدالتونو په اړه دڅو ورځو صلاح مشورو ته اړتيا لري اؤ لمړى دې لړ کې قانون سازي ليدل غواړي.

په عين حال کې متحده قومي موومنټ( ايم کيو ايم) جماعت اسلامي اؤ جمعيت علماء اسلام(ف) دپوځي عدالتونو په جوړيدو اعتراض کړى دى.

XS
SM
MD
LG