لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : بم چاؤدنه کښې 27 کسان ژوبل


دپوليسو ترمخه دغه چاؤدنه دلياقت بازار سره نزدې په پرنس روډ ديو دوکان مخې ته دريموټ کنټرول الې په ذريعه شوې ده، اؤ چاؤديدونکي مواد ددوکان څخه بهر په ولاړ موټر سائيکل پسې تړل شوي وؤ.

دشورو په شپه دپاکستان دبلوچستان صوبې دسرښار کوئټې په لياقت بازار سيمه کې دترسره شوې يوې چاؤدنې له امله لږ ترلږه ٢٧ کسان ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دغه چاؤدنه دلياقت بازار سره نزدې په پرنس روډ ديو دوکان مخې ته دريموټ کنټرول الې په ذريعه شوې ده، اؤ چاؤديدونکي مواد ددوکان څخه بهر په ولاړ موټر سائيکل پسې تړل شوي وؤ.

دچاؤدنې له امله ګڼ شمير ګاډي هم تباه شوي ، ژوبل کسان دعلاج لپاره دکوئټې سول هسپتال ته رسول شوي، دچاؤدنې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې عسکر رسيدلي دي.

دبمونو ناکاره کوونکي پوليس سيمې ته روان شوي دي، دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې تر لرې لرې اوريدل شوى اؤ دچاؤدنې نه وروستو په نزدې دوکانونو اور لګيدلى دى، چې دوژلو لپاره يې داور وژلو عمله راغوښتل شوې ده.

XS
SM
MD
LG