لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که دترهه گرو په ضد مو سخت گامونه وانۀ خستل تاريخ به مو ونۀ بخښي،نوازشريف


 دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ وزيراعظم هاؤس کې د پارليماني مشرانو دغه غونډه کې به دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دکورنو چارو دوزير چوهدري نثارعلي خان په مشرۍ دجوړ کړل شوې قومي ايکشن کميټۍ دوړانديزونو جاج اخستل کيږي.
دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ وزيراعظم هاؤس کې د پارليماني مشرانو دغه غونډه کې به دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دکورنو چارو دوزير چوهدري نثارعلي خان په مشرۍ دجوړ کړل شوې قومي ايکشن کميټۍ دوړانديزونو جاج اخستل کيږي.

پاکستان کې دترهه گرۍ په ضد تگلارې ته دغوڅ شکل ورکولو لپاره دهيواد دسياسي اؤ پوځي مشرانو يوه مهمه غونډه نن اسلام اباد کې روانه ده.

دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ وزيراعظم هاؤس کې د پارليماني مشرانو دغه غونډه کې به دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دکورنو چارو دوزير چوهدري نثارعلي خان په مشرۍ دجوړ کړل شوې قومي ايکشن کميټۍ دوړانديزونو جاج اخستل کيږي.

دغونډې په پيل کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې گڼ شمير وړو اؤ تنظيمونو درياست خلاف وسله راپورته کړې اؤ په دغسې صورتحال کې به دسختو اؤ مضبوطو گامونو اخستو سره قوم مطمئين کيږي.

هغه وويل دپاکستان غيرمعمولي صورتحال دغيرمعمولي گامونو اخسو تقاضا کوي، وزيراعظم وويل چې دپيښور پيښه دټولې نړۍ لپاره الميه ده اؤ زياته يې کړه چې تر څو به دغه خلک ماشومان، بې گناه اولسي وگړي اؤ دامنيتي ادارو عسکر وژني ، مجرمانو ته په سزا ورکولو به قوم مطمئين کيږي اؤ که کمزوري گامونه پورته کړى شول نو قام به يې ونۀ مني.

نواز شريف وويل قام دسياسي اؤ عسکري قيادت په لوري دهاغو ترهه گرو په اړه سختو گامونو اخستو په نظر گوري چاچې دپاکستان مستقبل وووژلو.

هغه وويل پاکستان ته دترهه گرۍ په ضد دې جگړه کې زيات زيانونه رسيدلي اؤ په نتيحه کې يې دهغوي په معيشت بوج پريوتى، نوازشريف وويل ترهه گري دکينسر پشان ناروغي ده اؤ که چرې ددغه ناروغۍ علاج ونۀ کړل شو نو تاريخ به هغوي ونۀ بخښي.

وزيراعظم وويل کوم خلک چې پاکستان دجرړو څخه ختمول غواړي دهغوي په ضد به سختې فيصلې کول وي، دغه ترهه گر په سينو کې زړونه نۀ بلکې کاڼي لري اؤ په دې موقع دکمزورو فيصلو کولو هيڅ گټه نشته.

هغه وويل له دې وړاندې هغوي فيصله ييزه جگړه نۀ وه کړې خو اوس يې دفيصله ايزې جگړې اغاز کړى ، دمذاکراتو په ذريعه يې هم دمعاملو دهوارولو هڅه وکړه خو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې نه پس شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو لړۍ دصلاح مشورې نه پس شروع کړل شوه اؤ ددغو عملياتو نتيجې ډيرې گټورې دي.

هغه وويل شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات روان دي اؤ دې لړ کې يې افغان چارواکو سره هم خبرې اترې کړي دي.

نوازشريف وويل که يو ضرب عضب شمالي وزيرستان کې روان دى نو يو بل ضرب عضب دهغو عناصرو په ضد هم پکار دى چې دملک دننه ناست دي اؤ هيواد کمزورى کوي اؤ څوک چې دترهه گرو دسوچ سره مطابقت لري.

ټول گونديز کانفرنس کې دبرخې اخستو لپاره دټولو پارليماني گوندونو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې اؤ غونډه کې به دعمران خان په گډون دسياسي مشرانو ترڅنگ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر هم گډون کوي.

په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې په ورسک روډ په ارمي پبلک سکول دوسله والو له لوري شوې حمله کې د١٤١ؤ طالب علمانو اؤ استاذانو دوژلو وروستو پاکستان کې دغه دوهم ټول گونديز کانفرنس دى چې پکې به دترهه گرۍ په ضد ملي کړنلارې ته غوڅ شکل ورکولى شي.

دپيښور دپيښې وروستو وزيراعظم هيواد کې ترهه گرو ته دمرگ دسزا څخه بنديز پورته کولو منظوري ورکړې وه چې له دې وروستو تر دې مهاله پاکستان کې شپږ مجرمان تيزندي کړل شوي دي.

تيره ورځ وزيراعظم دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ نورو عسکري چارواکو سره ليدنه کړې وه چې پکې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره دبيلا بيلو گامونو جاج اخستل شوى ؤ، دغه ليدنه کې شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو جاج هم اخستل شوى ؤ.

مونږ په غيرمعمول صورتحال کې يو اؤ غيرمعمولي صورتحال غيرمعمولي گامونو ته ضرورت لري، دا قام اؤ تاريخ به مونږ ونۀ بخښي که مونږ اوس څه ونۀ کړل اؤ زياته يې کړه چې دپاکستان اولس به په کمزورو گامونو مطمئين نۀ شي.

هغه وويل دوخت ضرورت دى چې سختو گامونو اخستو کې دشرم څخه کار وانۀ خستل شي اؤ زياته يې کړه چې هغوي ته ديوې بلې سانحې درامينځته کيدو انتظار نۀ دي کول پکار.

بې زړونو خلکو زمونږ بچي ووژل اؤ يو مذهب هم ددې اجازت نۀ ورکوي ، وزيراعظم په په دغه موقع په هر چا غږ وکړو چې خپلې انديښنې اؤ تجويزونه دې شريک کړي ترڅو تگلاره مخ په وړاندې بوتلل شي.

وزيراعظم افغانستان کې دنوي قيادت ستائينه وکړه اؤ دغوډې برخه والو ته يې وويل چې دواړو هيوادونو په دې خبره اتفاق کړى چې ترهه گرو ته به ديو بل دخاورې داستعمالولو اجازت نۀ شي ورکولى.

نواز شريف وويل مونږ په دې متفق شوي وؤ چې په يو بل به دتورونو لگولو پځايې يو بل سره خبرې اترې کوؤ اؤ زياته يې کړه چې دپاکستان دپولې سره نزدې سيمو کې دافغان پوځيانو لخوا عمليات په ډاگه کوي چې هغوي ددې معاملې په هوارولو کې سنجيده دي.

په دغه موقع دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم دغونډې برخه والو ته بريفنگ ورکړو اؤ وې وئيل چې قبائيلي سيمو کې ضرب عضب اؤ خيبرون کارروايۍ روانې دي.

شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو په اړه دپوځ سرلښکر وويل چې په دغو عملياتو کې تر دې مهاله 2100 ترهه گر وژل شوي اؤ ١٩٠ پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

غونډه کې دتحريک انصاف اؤ پاکستان پيپلز پارټ دپوځي عدالتونو دجوړيدو مشروط ملاتړ کړى دى، دپي ټي ائي مشر عران خان وويل چې پوځي عدالتونه دلنډې مودې لپاره پکار دي اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دحکومت دټولو گامونو ملاتړ کوي.همدغه شان پيپلز پارټۍ هم دپوځي عدالتونو ملاتړ کړى دى

دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دغونډې برخه والو ته حال احوال تير کړو چې پکې هغه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره جوړه کړل شوې تگلاره وړاندې کړه اؤ دهغې په اړه تجويزونه وغوښتى شول.

داخله وزير وويل کالعدم گرځول شوؤ تنظيمونو ته به په نوؤ نومونو سره دکار کولو اجازت نۀ ورکول کيږي اؤ دترهه گرو دمالي مرستې کوونکو په ضد به هم کارروائي کولى شي.

هغه دميډيا په حواله وويل چې ميډيا دې دترهه گرو بيانونه عاجل خبرونه نۀ جوړوي بلکې ميډيا ته به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دذمه وارۍ کردار ادا کول وي.

دکورنو چارو وزير وويل دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به دريټائرډ شوؤ پوځيانو دخدماتو څخه گټه پورته کولى شي، دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به دپينځوؤ زرو ځوانانو فورس جوړولى شي چې تربيت به ورته پوځ ورکوي.

چوهدري نثار وويل يواځې وفاق اؤ پنجاب ته پوځ دارټيکل ٢٤٥ لاندې بلل شوى، سندهـ، خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان ته پوځ نۀ دى غوښتل شوى اؤ که چرې صوبو دپوځ غوښتو خواست ونۀ کړو نو پوځ به بيرته بللى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG