لاس رسیدونکی لینک

” دپاکستان پولې سره نزدې 150 طالب جنگيالي وژل شوي “


جنرل عبدالحبيب سيدخيلي وئيلي دي چې په دنگام اولسوالۍ کې شوؤ نښتو کې لږ ترلږه ١٠٠ جنگيالي ژوبل شوي هم دي

دافغانستان دکونړ ولايت دپوليسو دمشر وياند دنهې په ورځ وئيلي دي چې دتيرو دولسو ورځو راهسې دپاکستان پولې ته نزدې دهيواد ناقراره ختيزه سيمه کې دحکومتي ځواکونو جگړو کې تر دې مهاله ١٥١ طالب جنگيالي وژل شوي دي.

جنرل عبدالحبيب سيدخيلي وئيلي دي چې په دنگام اولسوالۍ کې شوؤ نښتو کې لږ ترلږه ١٠٠ جنگيالي ژوبل شوي هم دي، هغه وويل چې پاکستاني طالبان اؤ لشکرطيبه ډله هم دغه جگړه کې برخه اخلي اؤ زياته يې کړه چې” کوم ١٧ جنگيالي چې جنگ کې وژل شوي دا ددې خبرې ثبوت دى چې بهرنيان هم دمقامي جنگيالو ملاتړ کوي“

هغه وويل دنگام اولسوالي (دپاکستان) پولې ته نزدې ده نو ځکه دهغوي(بهرنو جنگيالو) لپاره پاکستان ته ورداخيليدل اؤ دغلته دتندلارو ملاتړ اسان کار دى، هغه وويل ددغو عملياتو په مهال ددې خبرې خيال ساتل کيږي چې پکې اولسي وگړو ته کومه مرگ ژوبله ونۀ رسيږي.

دافغانستان بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو لخوا په امنيتي ځواکونو اؤ چارواکو حملو کې داسې حال کې اضافه راغلې چې دروانې مياشتې اخره کې افغانستان څخه زياتره بهرني جنگي ځواکونه دوتلو تيارۍ کوي.

XS
SM
MD
LG