لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ : دافغان پوځ مشر اؤ دايساف کمانډر جنرل راحيل سره ليدلي


 دافغان پوځ مشر جنرل شير محمد کريمي اؤ دايساف کمانډر جنرل جان کيمپبل په شريکه راولپينډۍ ته جنرل راحيل سره ليدنې لپاره ورغلي دي.
دافغان پوځ مشر جنرل شير محمد کريمي اؤ دايساف کمانډر جنرل جان کيمپبل په شريکه راولپينډۍ ته جنرل راحيل سره ليدنې لپاره ورغلي دي.

دافغان پوځ مشر اؤ دامريکا په مشرۍ دايساف ځواکونو کمانډر دنهې په ورځ دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره دراولپينډۍ جنرل هيډ کوارټرز کې په داسې حال کې ليدنه کړې چې راپورونه وائي دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) دځالو په ضد گامونه اخستل شوي دي.

دافغان پوځ مشر جنرل شير محمد کريمي اؤ دايساف کمانډر جنرل جان کيمپبل په شريکه راولپينډۍ ته جنرل راحيل سره ليدنې لپاره ورغلي دي.

دغه مهمه ليدنه په داسې حال کې شوي چې يوه اوونۍ دمخه جنرل راحيل شريف کابل ته په يو ناڅاپي سفر ورغلى ؤ اؤ راپورونه وائي چې افغان مشرانو څخه يې دمُلا فضل الله په گډون افغانستان کې دپټو ترهه گرو په ضد دگامونو اخستو غوښتنه کړې وه.

جنرل راحيل شريف افغانستان ته دغه سفر وروستو له هغې کړى ؤ چې په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور په ورسک روډ وسله والو جنگيالو په ارمي پبلک سکول يوه خونړۍ حمله وکړه اؤ ١٤١ طالب علمان اؤ استاذان يې ووژل.

همدغه شان دافغان پوځ مشر اؤ دايساف کمانډر جنرل راحيل سره دغه ليدنه په داسې وخت کې کړې چې تيره ورځ افغان پوځ کونړ ولايت کې دپاکستاني طالبانو په ضد عملياتو کې ٢١ جنگيالي وژلي وؤ.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه دپوځ سرلښکر پاک افغان پولې ته نزدې دټي ټي پي په ضد دعملياتو دپيل کيدو هرکلى کړى دى.

دپوځ سرلښکر ژمنه کړې چې پاکستان ته دورغلي افغان پوځ مشر اؤ دايساف کمانډر سره به په ټولو څانگو کې مرسته غځوي چې پکې ددواړو خواؤ ترمينځ دهمکارۍ عمليات اؤ داستخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه هم شامل دي.

دپوځي مشرانو په دغه غونډه کې سيمه کې په مجموعي امنيتي صورتحال غور شوى، دافغان پوځ مشر اؤ دايساف کمانډر دپيښور په پيښه دخفگان څرگندونه کړې اؤ دواړو مشرانو دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دکوټلې مرستې اؤ دافغانستان خاورې څخه دترهه گرو دختمولو باور ورکړى دى.

لوړپوړو افغان اؤ دايساف جنرالانو دا خبره هم منلې چې شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب له امله دترهه گرو ډلو ته زيان رسيدلى.

بل لوري ته دوزيراعظم نواز شريف اؤ پوځ دسرلښکر ترمينځ هم يوه مهمه غونډه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG