لاس رسیدونکی لینک

رياست به هر وگړي ته تحفظ ورکوي، نوازشريف


وزيراعظم دغه څرگندونې اسلام ابادکې هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه په بيلا بيلو چارو دغور کولو په اړه ديوې غونډې دمشرۍ په مهال کړي دي.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دنهې په ورځ وئيلي دي چې درياست له لوري به دپاکستان دهر وگړي تحفظ قطع نظر دهغه دمذهب، فرقې اؤ ذات څخه کولى شي اؤ زياته کړې يې ده چې داولس دځان ومال دتحفظ څخه مقدس يو مقصد هم نشته.

وزيراعظم دغه څرگندونې اسلام ابادکې هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه په بيلا بيلو چارو دغور کولو په اړه ديوې غونډې دمشرۍ په مهال کړي دي.

هغه وويل کوم ظلمونه چې پيښور، کوئټه اؤ واگه کې وشول هغه نۀ شي هيرولى اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې به امتياز نۀ شي کولى.

وزيراعظم وويل اولس دترهه گرو په رحم وکرم نۀ شو پريښودى، ملک ته پيښ غيرمعمولي صورتحال کې به غيرمعمولي گامونه اخستلى شي اؤ دترهه گرو دخاتمې لپاره به دخفيه معلوماتو په بنياد په فوري توگه کارروائي کولى شي.

وزيراعظم دا هم وويل چې ترهه گري اؤ دترهه گرۍ دوجوهاتو دختمولو وروستو به په ارام کښيني.

په ١٦مه دسمبر دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې وسله والو په ورسک روډ په ارمي پبلک سکول حمله کړې وه چې پکې ١٤١ طالب علمان اؤ استاذان وژل شوي وؤ.

بلخوا وزيراعظم نواز شريف دپارليماني مشرانو غونډه سبا دشورو په ورځ اسلام اباد ته بللې ده چې پکې به دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دمنصوبې منظوري ورکولى شي.

وزيراعظم هاؤس کې کيدونکې دغه غونډه کې دټولو پارليماني گوندونو مشرانو ته دگډون بلنه ورکړل شوې ده.

راپورونه وائي غونډه کې به دتحريک انصاف چئيرمين عمران خان، دجمعيت علماء اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان، قومى اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه، عوامى نيشنل پارټۍ مشراسفنديارولي، دمتحده قومي موومنټ فاروق ستار، سينيټر حاصل بزنجو، دعوامي مسلم ليگ شيخ رشيد، دقومى وطن پارټۍ افتاب شيرپاؤ اؤ نور گڼ وفاقي وزيران اؤ مشران به دغه غونډه کې برخه اخلي.

وزيراعظم به دترهه گرۍ دمخنيوي په دغه پلان قانوني ماهرانو اؤ عسکري قيادت سره نن صلاح مشورې مکملوي اؤ پارليماني کميټي به هم نن خپلو وړانديزونو ته غوڅ شکل ورکوي.

غونډه کې به دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې دتيارۍ لپاره دجوړې کړل شوې پارليماني کميټۍ وړانديزونه وړاندې کولى شي اؤ هيله کيږي چې دترهه گرۍ دمخنيوي دغه پلان ته نن شپې پورې غوڅ شکل ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG