لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمند ايجنسۍ څخه دشپږو کسانو مړي ترلاسه شوي


 دچارواکو ترمخه دغه مړي دکوئي بانډې نومې سيمې څخه ترلاسه شوي اؤ دپيژندگلو لپاره ايجنسي ډسټرکټ هسپتال غلنۍ ته رسول شوي دي.
دچارواکو ترمخه دغه مړي دکوئي بانډې نومې سيمې څخه ترلاسه شوي اؤ دپيژندگلو لپاره ايجنسي ډسټرکټ هسپتال غلنۍ ته رسول شوي دي.

چارواکي وائي دگل په ورځ دپاکستان قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دنامعلومو شپږو کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

دچارواکو ترمخه دغه مړي دکوئي بانډې نومې سيمې څخه ترلاسه شوي اؤ دپيژندگلو لپاره ايجنسي ډسټرکټ هسپتال غلنۍ ته رسول شوي دي.

ددغو کسانو پيژندگلو تر دې مهاله نۀ ده شوې اؤ دپوليټيکل انتظاميې ترمخه دهغوي دپيژندگلو عمل روان دى ، ددغو کسانو دمړينې وجوهات هم تر دې مهاله نۀ دي په ډاگه شوي.

دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې په ارمي پبلک سکول دتندلارو له لوري دخونړۍ حملې وروستو دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد عملياتو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده چې پکې دپوځ له لوري دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوې شوي اؤ ددغو عملياتو څخه وروستو بيلا بيلو سيمو کې دمړو موندل کيدو لړۍ هم پيل شوې ده.

تيره ورځ دپاکستان دبلوچستان صوبې په زيارت اؤ پشين سيمو کې داتوؤ کسانو په ډزو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي وؤ.

په دغو کسانو لمړى تشدد شوى ؤ اؤ وروستو په ډزو سره وژل شوي وؤ،چارواکي وائي دغه کسان دکړۀ وړۀ څخه افغانان ښکاريدل اؤ يو پکې پسر ويشتل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG