لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : ځانگړې محکمه کار کولو څخه منعې کړے شوه


د اسلام اباد هائيکورټ جسټس اطهر من الله دغه امر دپخواني چيف جسټس عبدالحميد ډوگر، پخواني وزيراعظم شوکت عزيز اؤ پخواني دقانون وزير زاهد حامد په درخواست جاري کړى دى.
د اسلام اباد هائيکورټ جسټس اطهر من الله دغه امر دپخواني چيف جسټس عبدالحميد ډوگر، پخواني وزيراعظم شوکت عزيز اؤ پخواني دقانون وزير زاهد حامد په درخواست جاري کړى دى.

پاکستان کې دپخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف په ضد دغدارۍ دمقدمې اوريدونکې ځانگړې محکمه اسلام اباد هائيکورټ دکار کولو څخه منعې کړې ده.

د اسلام اباد هائيکورټ جسټس اطهر من الله دغه امر دپخواني چيف جسټس عبدالحميد ډوگر، پخواني وزيراعظم شوکت عزيز اؤ پخواني دقانون وزير زاهد حامد په درخواست جاري کړى دى.

په ياده دې وي چې دپخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف په ضد روانې دغدارۍ مقدمه کې ځانگړې محکمې دعبدالحميد ډوگر، شوکت عزيز اؤ زاهد حامد دشاملولو امر کړى ؤ.

هائيکورټ کې دکيس داوريدنې په مهال ددرخواست ورکوونکو وکيلانو افتخار گيلاني ايډوکيټ، خواجه حارث ايډوکيټ اؤ وسيم سجاد ايډوکيټ عدالت ته وړاندې شول اؤ په دغه موقع دپخواني صدر پرويز مشرف وکيل فروغ نسيم هم موجود ؤ.

ددرخواست ورکوونکو وکيلانو دريځ لرلو چې په ٢١م نومبر دهغوي دموکلانو د غدارۍ کيس کې دشريکو ملزمانو په توگه دنومولو امر شوى ؤ اؤ زياته يې کړه چې ځانگړې محکمې ته دا اختيار نۀ دى ترلاسه شوى چې څوک ملزم ونوموي اؤ دغه شان عدالت دخپل واک څخه ورتير شوى.

دوکيلانو ترمخه دهغوي دموکلانو په ضد هيڅ قسمه پلټنې نۀ دي شوي اؤ عدالت ته يواځې دا واک ترلاسه ؤ چې پلټنيزې ادارې ته امر وکړي چې ديادو شوؤ کسانو په اړه دې پلټنې وکړي اؤ په ډاگه دې کړي چې ايا دغدارۍ مقدمه کې دهغوي څه رقم کردار جوړيدو که نه.

داسلام اباد هائيکورټ دټولو وکيلانو په صلاح مشورې سره دځانگړې محکمې دکارروايۍ اودرولو امر جاري کړو، دپخواني صدر جنرل(ر) پرويز مشرف وکيل فروغ نسيم هم عدالت کې موجود ؤ اؤ کله چې جسټس اطهر من الله هغه څخه دکارروايۍ داودرولو په اړه پوښتنه وکړه نو هغه هم رضا مندي څرگنده کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG