لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : بيلا بيلو پيښو کې 28 جنگيالي وژل شوي


 دسرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې چې پکې 21 جنگيالي وژل شوي
دسرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې چې پکې 21 جنگيالي وژل شوي

سرچينې دپاکستان په قبائيلي سيمو خيبر ايجنسۍ، مهمند ايجنسۍ اؤ دره ادم خيلو کې امنيتي ځواکونو نور 28 جنگيالي وژلي دي.

دسرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې چې پکې 21 جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي اووۀ ځالې هم تباه کړل شوي دي، تيره ورځ هم دخيبرايجنسۍ بيلا بيلو سيمو کې شوؤ نښتو کې ٤٨ جنگيالي وژل شوي وؤ.

همدغه شان دمهمند ايجنسۍ مچنۍ سيمه کې هم دوه اؤ دره ادم خيلو کې پينځه جنگيالي وژل شوي دي.

خيبرايجنسۍ کې سږکال د١٧م اکتوبر راهسې پوځي عمليات خيبرون ون روان دي، ددغو عملياتو په مهال وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښتې کيږي چې پکې پوځ دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کوي، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستاني پوځ ترمخه قبائيلي شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال ددغه قبائيلي سيمې ٩٠ فيصده برخه دتندلارو نه پاکه کړل شوې خو ددغه ځايې نه جنگيالي خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ چې له دې امله خيبرايجنسۍ کې هم دهغوي په ضد دخيبر ون په نوم عمليات پيل کړى شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG