لاس رسیدونکی لینک

دښو اؤ بدو طالبانو ترمينځ به فرق نۀ شي کولى، نوازشريف


Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif talking to media persons upon his arrival in London on December 2, 2014

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي دترهه گرۍ په ضد روانو کارروائيو کې به په يوه کچه هم دښو اؤ بدو طالبانو ترمينځ به فرق نۀ شي ساتلى اؤ اؤ تر کومې چې يو ترهه گر هم پاتې وي جگړه به دوام لري.

دپاکستان سياسي مشرانو دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد روانه جگړه خپله جگړه گرځولې اؤ دې لړ کې يې ديوې تگلارې جوړولو په دې دزر تر زره دعمل کولو پريکړه کړې ده.

ددې خبرې پريکړه دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دپيښور گورنرهاؤس کې شوې ديوې غونډې په مهال شوې ده.

دپيښور په گورنر هاؤس کې وزيراعظم دټول گونديز کانفرنس څخه وروستو دحکومت مخالفه گوند عمران خان اؤ نورو سياسي گوندونو ترڅنگ پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت وويل چې دپيښور سانحې قومي قيادت يو کړى اؤ دپيښور پيښه دشمالي وزيرستان عملياتو ضرب عضب نه دتښتيدلو ترهه گرو بزدلانه کارروائي ده.

هغه وويل سياسي قيادت پريکړه کړې ده چې دغه جنگ به داخري ترهه گر تر خاتمې پورې جاري ساتلى شي.

وزيراعظم وويل دملک دپولو دننه به دترهه گرو مخنيوى څنگه کولى شي ددې پلان به ډير زر داولس مخې ته کيښودل شي

وزيراعظم وويل اوس به دښو اؤ بدو طالبانو ترمينځ به امتياز نۀ شي کولى اؤ دټولو سياسي گوندونو په استازو مشتمله يوه قومي کميټي به دوفاقي داخله وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ داوؤ ورځو دننه جوړولى شي چې يوه تگلاره بۀ جوړوي.

هغه وويل دې کميټۍ کې به دسياسي گوندونو داستازو ترڅنگ دقانون نافذونکو ادارو عهديداران هم گډون کوي.

نوازشريف وويل يوه اوونۍ وروستو به ددغه منصوبې تيارولو نه پس دا دسياسي مشرانو په وړاندې ايښودل کيږي اؤ دمنظورۍ نه پس به يې دملک پوځي اؤ سياسي مشران داولس په وړاندې پيش کوي.

وزيراعظم وويل شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دعملياتو ضرب عضب نتيجې دډاډگيرنې وړ دي اؤ ددې عملياتو په نتيجه کې دترهه گرو ځالې، انفراسټرکچر اؤ نيټ ورک تبآه شوى اؤ هغوي افغانستان ته تښتيدلي اؤ اوس پوځي قيادت په هغوي پسې لگيدلى.

نوموړي وويل دترهه گرو په هر ځايې کې دمقابلې کولو لپاره کانفرنس کې ډآگيزې خبرې شوي اؤ تگلاره کې به ددې تفصيلات داولس مخې ته راشي.

نوازشريف ويل افغانستان سره به په شريکه ترهه گرو پسې ورځو، انټلي جنس نيټ ورک به مضبوطولى شي، دترهه گو په ضد به دمقدمو کارروائي په چټک اساس مخ په وړاندې بوتللى شي.

دترهه گرۍ پيښو کې ککړو مجرمانو ته دسزا گانو ورکولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وزيراعظم وويل ترهه گرو ته سزاگانې ورکول پکار دي اؤ داسې هيڅ گنجائش نۀ دى پکار چې هغوي دسزاگانو نه بچ شي، دهغوي په ضد دمقدمو کارروايۍ چټکيدل پکار دي اؤ دپاکستان وسله وال پوځونه هم غوښتنه کوي چې که چرې ترهه گرو ته سزاگانې نۀ ورکړل کيږي نو بيا به چاته ورکول کيږي؟

ديوې پوښتنې ځواب کې نوازشريف وويل شمالي وزيرستان کې ضرب عضب اپريشن دټولو( ترهه گرو) په ضد ؤ اؤ شروع کې پريکړه شوې وه چې دغو عملياتو کې به څه قسمه امتياز نۀ شي کولى اؤ هغوي به خپله خاوره دنورو هيوادونو په ضد کارول کيدو ته نۀ ورکوي.

وزيراعظم وويل کوم ترهه گر چې (دپاکستان څخه) افغانستان ته تښته اوس به دپاکستان اؤ افغانستان حکومتونه په شريکه په هغوي پسې ورځي.

هغه وويل دتيرکال انتخاباتو کې دشوې شکمنې دهاندلۍ دتحقيقاتو لپاره سپريم کورټ ته دعدالتي کميشن جوړولو لپاره خط ليکل شوى اؤ دواړه(عمران خان اؤ نوازشريف) به دخبرو اترو له لارې ددې ستونزې يو داسې هوارى راوباسي چې ددواړو لپاره داطمينان وړ وي.

XS
SM
MD
LG