لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې دترهگرو تيزندۍ کولو څخه قدغن پورته کړل شوى


وزيراعظم نواز شريف دترهه گرۍ پيښو کې ککړو کسانو ته دتيزۍ ورکولو نه دبنديز پورته کولو امر کړى.

دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې تيره ورځ دترهه گرو له لوري سکول کې د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومان دبې دريغه وژلو وروستو دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ملک کې ترهه گرو ته دمرگ دسزا نه دبنديز پورته کولو منظوري ورکړې ده.

دترهه گرو دتيزندي کولو نه دبنديز پورته کولو دغه اعلان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دبيړنۍ پارليماني غونډې څخه دمخه شوې، دغه غونډه کې دپاکستان دټولو مهمو سياسي گوندونو مشران برخه اخلي.

وزيراعظم نواز شريف دترهه گرۍ پيښو کې ککړو کسانو ته دتيزۍ ورکولو نه دبنديز پورته کولو امر کړى.

له دې وړاندې پاکستان کې دنړيوالې ورورولۍ دفشار له امله ترهه گرو ته دمرگ په سزا ورکولو بنديز لگيدلى ؤ اؤ طالبانو هم له دې وړاندې دنواز شريف حکومت ته دپاکستان په بيلا بيلو زندانونو کې بندي خپلو ملگرو ته دحکومت له لوري دتيزندۍ دسزا ورکولو په ضد گواښ کړى ؤ.

خو تيره ورځ پيښور کې دطالبانو له لوري په سکول دخونړۍ حملې دذمه وارۍ قبلولو نه پس وزيراعظم نواز شريف اوس ترهه گرو ته دمرگ دسزا نه دبنديز پورته کولو منظوري ورکړې چې له دې وروستو به دترهه گرۍ پيښو کې دککړو کسانو دمرگ په سزا عمل درامد کيدى شي.

XS
SM
MD
LG