لاس رسیدونکی لینک

پيښور په دوهمه ورځ هم په غم کې ډوب دى


په هسپتال کې يوه مور اؤ يو تن د خپل ماشوم د مرگ نه دخبريدو څخه وروستو دغم په حالت کې

د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې په يو سکول ترسره شوي ترهگريز بريد کې د 132ماشومانو په گډون د 142ؤ کسانو د وژنې په دوهمه ورځ هم په پيښور د غم څادر غوړيدلى اؤ هرلوري ته ماحول غمژن ليدل کيږي.

ددغه پيښې څخه وروستو وزيراعظم ميانوازشريف ټول هيواد کې د دريوؤ ورځو د ماتم اعلان کړى ،

په ټول پيښور کې سرکاري اؤ شخصي تعليمي ادارې اؤ کاروباري فعاليتونه تړل شوي اؤ سړکونه د معمول دټريفک په پرتله خوشې پراتۀ دي.

ددغه پيښې د زياترو قربانيو جنازې د نهې په ماسخوتن ترسره شوي اؤ په پيښه کې د مړو شوؤ يوشمير طالبعلمانو اؤ د ارمي پبلک سکول د پرنسپلې طاهره قاضي جنازې نن د شورو په ورځ د پيښور په بيلابيلو سيمو کې ترسره شوي دي.

ډلې ډلې خلک د ارمي پبلک سکول د وژل شوؤ طالبعلمانو فاتحو ته د گډون دپاره روان دي اؤ دپيښور زياتره علاقو کې حجرې، بيټکونه اؤ ميدانونه د فاتحو دپاره د ورتلونکو خلکو څخه ډک ليدل کيږي.

د نهې په شپه يواځې دپيښور د گلبهار سيمې څخه د سکول د شلو ماشومانو اؤ يوې استاذې جنازې پورته کړل شوي چې له امله يې په دغه ټوله سيمه کې وير اؤ غوغا خوره وه.

د سکول پرنسپله طاهره قاضي چې د پاکستاني پوځ د يو ريټائرډ افسر کورودانې وه اؤ دتيرې ډيرې مودې راهسې يې په ارمي پبلک سکول کې د پرنسپلې په توگه خدمات ترسره کول هم په دغه غمژنه پيښه کې وژل شوې خو مړى يې د شپې ناوخته موندل شوى ؤ .

د هغې د مړي موندل کيدو څخه د مخه د هغې ناجوړه خاوند د پيښور په هسپتالونو گرځيدو چې خپله ښځه ومومي خو په مړو اؤ زخميانو کې يې هغه نه وه موندلې .

دپيښې د عينې شاهدانو ويناده چې کله ترهگرو په سکول کې ډزې پيل کړې نو هاغه مهال به دغه پرنسپلې ټولو کلاسونو ته اوترې، اوترې منډې وهلې اؤ وړو ته به يې وئيل چې د کلاسونو څخه بهر ونۀ اوځي خو د شپې ناوخته د هغې خپل مړى هم په دغه سکول کې وموندل شو چې دشورو په سحر د پيښور په ارباب لنډۍ سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

په دغه پيښه کې د دوؤ سوؤ څخه زيات ژوبل شوي ماشومان هم دپيښور په بيلابيلو روغتونونو کې بستر دي چې په کې د يو شمير ماشومانو حالت نازک ښودل کيږي.

ټاکل شوې ده نن د پيښور دننه بيلابيل سياسي گوندونه اؤ مدني ټولنې ددغه غمژنې پيښې په ضد احتجاج کوي اؤ د وکيلانو تنظيمونو هم د قضايي چارو څخه پريکون اعلان کړى دى.

په سکول دترسره شوي دغه ترهگريز بريد څخه وروستو د سکولونو ماشومان اؤ دهغوئ والدين سخت ويريدلي اؤ خپلو بچو د تعليم په حواله ورسره انديښنې ملگرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG