لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هغوي وئيل” کلمه ووايئ“


” مونږ په هال کې ناست وؤ اؤ يو کرنل ليکچر ورکولو چې دشا نه مو دډزو غږونه واوريدل“
” مونږ په هال کې ناست وؤ اؤ يو کرنل ليکچر ورکولو چې دشا نه مو دډزو غږونه واوريدل“

دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار کې دنهې په ورځ دپوځ په انتظامي چليدونکي يو سکول باندې دترهه گرو له لوري شوې يوه خونړۍ حمله کې داخري اطلاعاتو ترمخه ١٣٥ کسان وژل شوي اؤ د١٢٠ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ددولسم جماعت داجنئيرنگ طالب علم عامر علي ، چاچې دپيښور ارمي پبلک سکول کې خپل ١٠ ملگري دسترگو په وړاندې دوژل کيدو په حال کې ليدلي له خُلې وائي زۀ دخپلو ( طالب علمانو) ملگرو سره موجود وؤ چې مونږ ډزې واوريدې، مونږدځانونو پټولو لپاره سمدستي کلاس روم ته منډه کړه ، خو تندلاري په مونږ پسې راغلل اؤ مونږ يې پيدا کړو، هغوي قميص ، پرتوگ اغوستي وؤ اؤ يواځينى څيز چې هغوي يې زمونږ څخه غوښتنه کوله هغه دا ؤ چې (کلمه ووايئ) اؤ پۀ افسوس سره يې وويل چې هغه دخپلو لسو ملگرو نه يواځينى ؤ چې په دغه حمله کې ژوندى پاتې شو.

عيني شاهدان داحال هم بيانوي چې څنگه وسله وال سکول کې ديو جماعت نه بل جماعت ته ورتلل اؤ ماشومان به يې په ډزو وژل اؤ ددريوؤ درنو چاؤدنو اوريدو نه پس ځينې پوليس عسکرو به دغم نه بې حاله دسکول دماشومانو موروپلار دحفاظتي حصار نه وراوړيدو نه منعې کول.

دنهم جماعت کاشان، دظهيرالدين زوې ورځپاڼې ته وويل مونږ په هال کې ناست وؤ اؤ يو کرنل ليکچر ورکولو چې دشا نه مو دډزو غږونه واوريدل

کاشان وائي دډزو غږونه رالنډيدل چې ناڅاپي زمونږ نه شاته دروازه په زوره پرانستل شوه اؤ دوؤ کسانو ناڅاپي ناتاره ډزې شروع کړې

هغه وائي اړى گړى اؤ بدنظمي روانه وه اؤ وروستى څيز چې هغه ته ياد شي هغه دا ؤ چې خلک په ځمکه راپريوتل، دغه طالب علم پخپله ژوند خو بچ شوى خو په پښه يې دډزو زخمونه راغلي دي.

احسن مختار ، څوک چې ددولسم جماعت طالب علم دى وائي کله چې ډزې شروع شوې نو دهغه استاذ ټول جماعت ته دلاندې کيدو اؤ دکمرې يو گوټ ته دټوليدو وينا وکړه ، ديوې گينټې وروستو پوځيان راغلل اؤ هغوي يې په حفاظت سره وويستل.

همدغه شان مدثر عباس وائي کله چې حمله وشوه نو ځينو طالب علمانو يوه پارټي نمانځله اؤ زېاته يې کړه چې ما دشپږو نه اوؤ پورې کسان وليدل چې يو ، يو کلاس ته به ورتلل اؤ په ماشومانو به يې ډزې کولې

يو بل طالب علمان وائي چې مونږ چې دکلاس نه راوتلو نو په لاره کې مو دخپلو ملگرو په ځمکه پراتۀ مړي وليدل، هغوي نه وينې بهيدې، په ځينې درې اؤ په ځينو څلور ډزې شوې وې اؤ زياتوي چې دغه کسان يو په يو کمرو ته ورننوتل اؤ په طالب علمانو اؤ عمله يې ناتاره ډزې کولې.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG