لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: سکول نه دترهه گرو ويستو لپاره عمليات روان دي


دپاکستان پوځ وائي چې په دغو عملياتو کې تر دې مهاله شپږ وسله وال وژل شوي خو دسکول دپاتې برخې نه دترهه گرو دپاکولو لپاره لا اوس هم عمليات روان دي.
دپاکستان پوځ وائي چې په دغو عملياتو کې تر دې مهاله شپږ وسله وال وژل شوي خو دسکول دپاتې برخې نه دترهه گرو دپاکولو لپاره لا اوس هم عمليات روان دي.

دپيښوردکورکمانډر په مشرۍ دنهې په ورځ دارمي پبلک سکول دخوندي کولو لپاره دپاکستان دپوځ لخوا عمليات روان دي.

دپاکستان پوځ وائي چې په دغو عملياتو کې تر دې مهاله شپږ وسله وال وژل شوي خو دسکول دپاتې برخې نه دترهه گرو دپاکولو لپاره لا اوس هم عمليات روان دي.

دغو عملياتو کې پوځي کمانډران برخه اخلي اؤ پوځ وائي چې تازه کارروايۍ کې يې سکول نه ٧ سړي اؤ څلور زنانه استاذانې دترهه گرو دقبضې نه راخوشې کړي دي

پوځ وائي چې ترهه گرو دپيښې ځايې کې بارودي مواد هم ايښي وؤ کوم چې ناکاره کړل شوي دي..

پيښور کې په سکول دحملې نه پس دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف کوئټې ته خپله دوره لنډه کړې اؤ په سمدستي توگه پيښور ته رسيدلى دى چرته چې به هغه ته پوځي چارواکي پيښور کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو په اړه حال احوال تيروي.

ددغه خونړۍ حملې نه پس دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف اؤصوبه کې دواکمن گوند تحريک انصاف مشر عمران خان هم پيښور ته رسيدلي دي.

دخيبرپښتونخوا له لوري وزيراعلي پرويز خټک اؤدوفاق له لوري وزيراعظم نوازشريف ددرې ورځني ماتم اعلان کړى دى.

وزيراعظم نوازشريف سبا يوولس نيمې بجې د پيښورگورنر هاؤس کې دټولو گوندونو غونډه هم رابللې ده.

په ارمي پبلک سکول دحمله کوونکو په اړه دياد سکول طالب علمان اؤ دسکول يو ملازم وائي چې دترهه گرو لويې لويې ږيرې وې، تورې وردۍ يې اچولې وېې ، په ځانونو پسې يې وسلې تړلې وې اؤ يو بل سره يې په عربۍ ژبه کې خبرې کولې.

طالب علمان وائي چې سکول کې دهغوي استاذ ليکچر ورکولو چې په دغه مهال ناڅاپي ډزې شروع شوې، هغوي په ځانونو پسې دکلاس دروازې بندې کړې خو ترهه گرو دهغوي دکلاس دروازې ماتې کړې دننه ورننوتل اؤ په ځينو طالب علمانو يې تشدد هم وکړو.

وروستو دغو ترهه گرو دسکول په مختلفو ځائيونو کې مورچې ونيولې اؤ په دمې دمې سره يې ډزې پيل کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG