لاس رسیدونکی لینک

بې گناه ماشومان په نخښه کوونکي ترهه گر به نۀ پريږدو، نوازشريف


” دترهه گرۍ ښکار شوي ماشومان زما بچي وؤ اؤ دا دټول قوم تاوان دى“

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي پيښور کې دسکول دماشومانو په نخښه کوونکي به په يو صورت کې هم نۀ پريښودل کيږي.

وزيراعظم نواز شريف دپيښور دپيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دبې گناه ماشومانو دوژلو دا دردناکه پيښه يوه قومي سانحه ده” دترهه گرۍ ښکار شوي ماشومان زما بچي وؤ اؤ دا دټول قوم تاوان دى“

دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په ورسک روډ دپاکستان دپوځ دانتظام لاندې په چليدونکي سکول ترهه گرو حمله کړې چې پکې د84ؤ ماشومانو، يوې زنانه استاذې اؤ يو پوځي پشمول 104 کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

نوازشريف وئيلي دي چې دپيښور دظالمانه پيښې نه پس اسلام اباد کې نۀ شي پاتې کيدى اؤ ځکه دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان سره پيښور ته ځي چرته چې به هغه دترهه گرو په ضد دامنيتي ځواکونو له لوري دروانو حفاظتي عملياتو پخپله څارنه کوي.

اخوا داطلاعاتو ترمخه دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف چې دکوئټې په سفر ؤ هغه هم خپل دکوئټې دوره رالنډه کړې اؤ په فوري توگه دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ته روان شوى دى.

. وزيراعظم نوازشريف دخيبرپښتونخوا حکومت اؤ قانون نافذونکو ادارو ته امر کړى چې دترهه گرۍ دې پيښه کې ککړ مجرمان دې پرې نۀ ښودل شي اؤ دترهه گرو په ضد پيښور کې دروانو عملياتو په مهال سکول نه دماشومانو په حفاظت سره راويستل اولنۍ ترجيح پکار ده.

وزيراعظم نواز شريف داخله وزير چوهدري نثار علي خان ته فون کړى اؤ ورته يې امر کړى چې دخيبرپښتونخوا حکومت سره دې دې لړ کې هررقم ممکنه مرسته وکړي.

نوازشريف دخيبرپښتونخوا په گورنر مهتاب عباسي هم غږ کړى چې پيښور کې دې امنيتي ځواکونو سره حفاظتي کارروايۍ کې ممکنه مرسته باوري کړي.

XS
SM
MD
LG