لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سکول دطالبانو حمله کې د١٢٦ؤ ماشومانو په گډون ١٣١ کسان وژل شوي


 دميډيا راپورونه وائي چې دغه سکول کې يو ترهه گر په ځان پسي تړلي بارود الوځولي چې په نتيجه کې يې درنه چاؤنه هم شوې ده.
دميډيا راپورونه وائي چې دغه سکول کې يو ترهه گر په ځان پسي تړلي بارود الوځولي چې په نتيجه کې يې درنه چاؤنه هم شوې ده.

راپورونه وائي دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوځ دانتظام لاندې چليدونکي سکول باندې ترهه گرو له لوري شوې حمله کې تر دې مهاله دمړو شمير ١٣١ؤ ته رسيدلى چې پکې ١٢٦ ماشومان هم شامل دي اؤ ددې ترڅڼگ اؤ١٢٢ کسان ژوبل شوي هم دي

په لسگونو ژوبل کسان کمبائنډ ملټري هسپتال اؤ ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي اؤ ليډي ريډنگ هسپتال کې يو بل تن هم ساه ورکړې چې ورسره دمړړو شمير١٣١ؤ ته رسيدلى.

دپنجاب اسمبلۍ پيښور کې په سکول دترهه گرو له لوري دشوې حملې دغندنې قرارداد منظور کړى اؤ اراده يې څرگنده کړه چې دوروستي ترهه گر تر خاتمې به دهغوي په ضد جگړه روانه وي.

پوځي وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه په ټوئټر يو بيان کې وئيلي دي چې پوځي کمانډرانو پيښور کې دسکول نه نور ١١ دعملې کسان په حفاظت سره راخوشې کړي دي.

دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم دکوئټې خپل سفر لنډ کړى اؤ پيښور ته درسيدو نه پس يې يو پوځي پيريډ کې گډون کړى.

وزيرااعظم نواز شريف اؤ دحکومت مخالفه گوند مشر عمران خان هم پيښور ته رسيدلي دي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک ميډيا سره خبرو کې پخلى کړى دى چې پيښه کې دوژل شوؤ 60ؤ کسانو مړي سي ايم ايچ اؤ د٢٤ؤ مړي دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته وړل شوي چې پکې زياتره طالب علمان شامل دي.

چارواکي وائي دغه پيښه دنهې په ورځ سحر مهال دپيښور په ورسک روډ ارمي پبلک سکول کې هاغه وخت رامينځته شوه کله چې دايف سي دريشۍ اغوستو ترهه گر دسکول ودانۍ ته ننوتل اؤ ناتاره ډزې يې شروع کړې.

سکول کې دموجودو ماشومانو شميره پينځه سوه ښودل کيږي اؤ دهغون ي نه تر دې مهاله ١٢٦ وژل شوي.

پوځ وائي چې تر دې مهاله يې څلور ترهه گر وژلي اؤ دنورو دوژلو لپاره عمليات روان دي.

طالبانو دحملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ عيني شاهدان وائي چې په ارمي پبلک سکول حمله کوونکو ترهه گرو پخپلو کې په عربه ژبي خبرې کولې.

له دې وړاندې دخيبرپښتونخوا دروغتيا وزير شهرام خان ترکئ پخلى کړى چې دغه حمله کې ١٦ ماشومان، يوه زنانه استاذه اؤ يو فوجي وژل شوى دى.

ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته وړل کيږي، دماشومانو عمر د٩ؤ تر ١٦ؤ کلونو پورې دى.

دحملې نه پس دطالب علمان موروپلار اؤ نور رشته داران دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ امنيتي ځواکونه هغوي دپيښې ځايې ته نۀ پريږدي.

په وژل شوؤ کې يو پوځي اؤ يوه زنانه ښوونکې هم شامل ده، داطلاعاتو ترمخه سکول کې په سلگونو طالب علمان وسله والو يرغمال کړي.

دميډيا راپورونه وائي چې دغه سکول کې يو ترهه گر په ځان پسي تړلي بارود الوځولي چې په نتيجه کې يې درنه چاؤنه هم شوې ده.

سيمه امنيتي ځواکونو پخپله ولقه کې اخستې اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ په دمې دمې سره ډزې روانې دي.

دپيښور داليکشن کميشن دصوبائي دفتر سره نزدې په ورسک روډ ارمي پبلک سکول ته وسله وال ورننوتي اؤ ډزې يې کړي

دډزو داطلاع په ترلاسه کيدو سيمې ته پوځي کمانډران ، اؤ پوليس ورسيدلي اؤ کارروائي يې شروع کړې اؤ دفضاء څخه هم دصورتحال جج اخستل کيږي، ماشومان دسکول نه په وروستۍ دروازه بهر ويستل کيږي.

سرچينې وائي چې سکول کې اوس هم دڅلورو نه تر پينځوؤ پورې وسله وال موجود دي اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ دغو وسله والو ترمينځ په دمې دمې سره دډزو لړۍ روانه ده.

تحريک طالبان پاکستان ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې

دټي ټي پي وياند محمد خراساني ددغه حملې دذمه وارۍ قبلولو په مهال وويل” زمونږ کسان نن سحر پيښور کې پوځي سکول ته په ورننوتلو کې کامياب شوي، مونږ هغوي ته امر کوؤ چې ماشومانو ته دې نقصان نۀ رسوي

ضرب عضب اپريشن ؤ خيبرون مونږ په دې انتهائي گام اخستو مجبور کړو

خراساني يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دحمله کوونکو شمير شپږ دى، هغوي کې هدفي وژونکي اؤ خودکش حمله کوونکي شامل دي اؤ زياته يې کړه چې هغوي ته يې حکم کړى چې لويې طالب علمان دې ووژني اؤ ماشومانو ته دې نقصان نۀ رسوي.

خيبرپښتونخوا کې دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف مشر اؤ دقومي اسمبلۍ غړي شوکت علي يوسفزئ وئيلي دي چې ترهه گرو دپوځيانو وردۍ اغوستې وې اؤ زياته کړې يې ده چې دغه حمله شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب ردعمل کيدى شي.

وزيراعظم نواز شريف، دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک، دخيبرپښتونخوا گورنرسردار مهتاب عباسي پيښور کې په سکول دشوې دغه حملې غندنه کړې ده.

وزيراعظم نواز شريف داخله وزير چوهدري نثار علي خان ته فون کړى اؤ ورته يې امر کړى چې دخيبرپښتونخوا حکومت سره دې دې لړ کې هررقم ممکنه مرسته وکړي.

نوازشريف دخيبرپښتونخوا په گورنر مهتاب عباسي هم غږ کړى چې پيښور کې دې امنيتي ځواکونو سره حفاظتي کارروايۍ کې ممکنه مرسته باوري کړي.

داطلاعاتو ترمخه تر دې مهاله سکول کې موجود دوه ترهه گر وژل شوي دي.

دياد شوي سکول يواستاذ يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل حمله کوونکي هاغه وخت راغلل کله چې سکول کې امتحان روان ؤ اؤ وروستو پوځ راغلى اؤ سکول يې وتړلو.

هغه وويل” دحملې په وخت مونږ امتحاني هال کې وؤ ، اوس دپوځ کسان يو په يو کلاسونه کلئير کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG