لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هاکي چيمپئنز ټرافي : هندوستان ته په ماتې ورکولو پاکستان فائنل کې

 ددواړو ټيمونو ترمينځ دلمړي هاف په اختتام لوبه په يو، يو گول سره برابر وه، دهند له لوري اولنۍ گول گرجندر سنگهـ په پينلټي کارنر وکړو اؤ پاکستان هم ډير زرهاغه دهندوستان برتري برابر کړه کله چې ارسلان قادر اولنى گول وکړو.

دهاکۍ دچيمپئنز ټرافۍ سيمي فائنل کې پاکستان خپل روايتي رقيب هيواد هندوستان ته دڅلورو په مقابله کې په دريوؤ گولونو ماتې ورکړې ده.

ددواړو ټيمونو ترمينځ دلمړي هاف په اختتام لوبه په يو، يو گول سره برابر وه، دهند له لوري اولنۍ گول گرجندر سنگهـ په پينلټي کارنر وکړو اؤ پاکستان هم ډير زرهاغه دهندوستان برتري برابر کړه کله چې ارسلان قادر اولنى گول وکړو.

پاکستاني لوبغاړو دگولونو دوه يقيني موقعې هم ضائع کړې

.دهندوستان ټيم په يو ، يو گول سره برابر ميچ کې دريم کوارټر کې يوځل بيا په 2-1 سره برتري ترلاسه کړه خو دغه برتري تر زياته وخته برقراره پاتې نۀ شوه اؤ پاکستان دگول پوسټ کولو په ترڅ کې مقابله يوځل بيا،2-2 سره برابر کړه.

ددريم کوارټر ختميدو پورې ددواړو ټيمونو لوبه په 2-2 سره برابر وه.

دڅلورم کواټر په اغاز پاکستان دهند په ضد غوره لوبه وکړه اؤ ډير زر يې دگولو کولو په ترڅ کې د3-2 برتري ترلاسه کړه.

هند دپاکسان برتري تر ډيره وخته برقراره پرې نه ښوده اؤ گول يې وکړو چې ورسره ميچ په 3-3 برابر شو.

څلورم کواټر کې ددواړو ټيمونو ترمينځ جارحانه لوبه وشوه خو په دغه سنسني خيزه مقابله کې پاکستان دڅلورم گول کولو سره برتري ترلاسه کړه کومه چې دميچ تر ختميدو پورې برقراره پاتې شوه.

اخري لمحو کې هندوستان دپاکستان په پوسټ گڼې حملې وکړې خو ورته کومه کاميابي ترلاسه نۀ شوه.

سيمي فائنل کې په 4-3 سره کاميابۍ نه پس به دهاکۍد چيمپئنز ټرافۍ فائنل دپاکستان اؤ جرمني ترمينځ په ١٤م دسمبر لوبولى شي.

په ډاگه دې وي چې لمړي سيمي فائنل کې جرمني اسټريليا ته په 3-2 سره ماتې ورکړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG