لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان : په امنيتي پوسته بريد کې يو عسکر وژل شوى


دپوليسو يو چارواکي محمد ابراهيم ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې پوليسو خضدار کې په زيرو پوائنټ امنيتي پوسته ډزې کړي چې پکې يو عسکر په موقع وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي چې دعلاج لپاره سي ايم ايچ ته رسول شوي دي.

پوليس وائي دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په خضدار ضله کې وسله والو جنگيالو يو پوليس عسکر وژلى اؤ دوه نور يې ژوبل کړي دي.

دپوليسو يو چارواکي محمد ابراهيم ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې پوليسو خضدار کې په زيرو پوائنټ امنيتي پوسته ډزې کړي چې پکې يو عسکر په موقع وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي چې دعلاج لپاره سي ايم ايچ ته رسول شوي دي.

هغه وويل چې دپيښې وروستو بريدکونکي په موټر سائيکلو تيښته کې بريالي شوي دي، دحملې نه پس سيمې ته په گڼ شمير کې دپوليسو اؤ فرنټئير کور عسکر ورسيدل اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې واخسته.

ديوې بلې پيښې په مهال دبلوچستان سرښار کوئټه کې دپوليسو په گاډي بم چاؤدنه شوې خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.

بلوچستان درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه دغلته، دغلته دتيرې تقريباً يوې لسيزې راهسې دبلوڅ بيلتون خوښو له لوري په امنيتي ځواکونو اؤ حکومتي ودانو حملې کيږي، دغه بيلتون خوښي بلوڅان دپاکستان مرکزي حکومت څخه دسيمې په قدرتي وسيلو کې دزياتې برخې غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG