لاس رسیدونکی لینک

کابل : وسله والو دسترې محکمې چارواکى وژلى


دکابل دپوليسو دوياند حشمت ستانکزۍ ترمخه دسترې محکمې دسيکرټريټ مشر عتيق روفي چې کله دخپل کور نه دفترتللو لپاره راووتو نو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې هغه په موقع ساه ورکړه.

دخالي په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې وسله والو دسترې محکمې يو چارواکى عتيق الله روفي وژلى دى.

دکابل دپوليسو دوياند حشمت ستانکزۍ ترمخه دسترې محکمې دسيکرټريټ مشر عتيق روفي چې کله دخپل کور نه دفترتللو لپاره راووتو نو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې هغه په موقع ساه ورکړه.

طالبانو ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.

دجرمونو دپلټونکې څانگې دپوليسو مشر بريگيډئير جنرل فريد افضلي وئيلي دي چې پوليس ددغه قتل پشا دپرتو محرکاتو دمعلوماتو هڅه کوي اؤ زياته يې کړه چې دوژل شوي تن مړى هسپتال ته رسول شوى دى.

کابل کې دتيرو څو اوونو راهسې دتندلارو لخوا په سرکاري اؤغيرسرکاري ودانو، امنيتي ځواکونو اؤ لوړپوړو چارواکو حملو کې اضافه ليدل شوې ده.

دوه ورځې دمخه هم کابل کې ديوې خودکش حملې په مهال شپږ افغان پوځيان وژل شوي وؤ اؤ هم په دغه ورځ ماښام دفرانس په مرستې سره په چليدونکي يو سکول کې هم خودکش حمله شوې وه چې له امله يې دچارواکو په وينا يو جرمن وگړى وژل شوى ؤ.

طالبان دافغان صدر اشرف غني دحکومت په ضد دي اؤ هغوي دهغه دحکومت کمزوري کولو لپاره خپلو هلو ځلو کې په داسې وخت کې اضافه راوستې چې دروانې مياشتې اخرې پورې افغانستان نه زياتره غيرملکي جنگي پوځيان اوځي، خو ديو تړون لاندې به تقريباً ١٢ زره امريکائي اؤ ائتلافي ځواکونه افغانستان کې دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو کې دمرستې اؤ افغان ځواکونو ته دتربيت ورکولو لپاره ايسار وي.

خو څيړونکي افغانستان نه دغيرملکي پوځونو دوتلو په تناظر کې دغلته په امنيتي صورتحال دانديښنې څرگندونه کوي.

XS
SM
MD
LG