لاس رسیدونکی لینک

پيښور: وزيراعظم دبجلۍ نرخ کې دکمي اعلان وکړو


دپيښور په گورنر هاؤس کې پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت وزيراعظم نواز شريف وويل چې حکومت اولس ته اسانتيا ورکول غواړي اؤ دارزانې بجلۍ سره به گراني کمه شي چې له دې وروستو به ملک کې برامدات سيوا کيږي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دپيټرولو نرخ کې دکمي نه پس دبجلۍ نرخ کې ديو يونټ پسر ددوؤ روپو اؤ٣٢ؤ پيسو دکمي اعلان کړى اؤ دډيزلو اؤ پيټرولو نرخ کې دکمي کولو زيرى يې هم اورولى دى

دپيښور په گورنر هاؤس کې پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت وزيراعظم نواز شريف وويل چې حکومت اولس ته اسانتيا ورکول غواړي اؤ دارزانې بجلۍ سره به گراني کمه شي چې له دې وروستو به ملک کې برامدات سيوا کيږي.

” دواپډا محکمه دبدعنوانو نه ډکه پرته ده اؤ ددې نه کرپشن ختمول گران کار دى، دبجلۍ دمحکمې عمله پخپله په نورو غلا کوي“

نواز شريف وويل حکومت دچين په مرستې سره دبجلۍ دکمي دپوره کولو کوشش کوي اؤ دکراچۍ نه لاهور ته دغځيدلي موټروى اغاز به هم ډير زر وشي.

هغه وويل دپردې ترشا کار کوي چې گټه به يې اولس ته ورسيږي.

دمخالف سياسي گوند تحريک انصاف احتجاج ته په اشارې کولو سره وزيراعظم وويل که په ملک کې دهرنې نۀ وى نو دبجلۍ پيداواري يونټونن به يې جوړ کړى وى خو ددهرنو دسيوري باوجود به حکومت اولس ته اسانتيا ورکوي اؤ يوځل بيا حکومت دپيټرولو اؤ ډيزلو په نرخونو کې دکمي اراده لري.

وزيراعظم وويل هغه نه دې (دتحريک انصاف له لوري) کراچۍ کې د احتجاج په اړه پوښتنه ونۀ کړل شي بلکې دهيواد دترقۍ لپاره دروانو منصوبو په اړه دې ترې وپوښتل شي، موجوده حکومت دډالر نرخ ٩٨ روپو ته راوستى ؤ خو ددهرنو په وجه يوځل بيا ١٠٣ؤ روپو ته رسيدلى اؤددهرنو دسياست په وجه دچين له لوري کيدونکې سرمايه کاري هم اغيزمنه شوې ده اؤ سرمايه کار دپيسې لگولو ته تيار نۀ دي.

نوازشريف وويل نوى پاکستان په خيبرپښتونخوا کې دجوړيدو په حالت کې په نظر راتلل پکار دي.

هغه وويل ملک کې به دنوؤ سړکونو جوړيدو اؤ فيکټريانو لگولو سره بې روزگاري ختميږي اؤ حکومت به دبجلۍ اؤ گيس دکمي خاتمه باوري کوي.

دهغه ويا وه دترقۍ په لمړي پړاؤ کې به ايران نه اخستل شوى گيس بلوچستان اؤ برنو سيمو کې خوشحالي راولي

XS
SM
MD
LG