لاس رسیدونکی لینک

دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دکردار په اړه غلط فهمۍ لرې شوي،جنرل راحيل


راپورونه وائي جنرل هيډکوارټرز راولپينډۍ کې د١٧٧مې کورکمانډرانو ددغه غونډې په مهال دځمکني پوځ مشر جنرل راحيل شريف لوړپوړي پوځي مشران دامريکا د خپل اوسني سفر په مهال امريکائي عسکري اؤ سياسي مشرانو سره دشو ليدنو دتفصيلاتو نه خبر کړي دي.

دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دراولپينډۍ جنرل هيډکوارټرز کې دکورکمانډرانو يوه مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې دملک دمجموعي امنيتي صورتحال ترڅنگ شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دترهه گرو په ضد دروانو پوځي عملياتو دپرمختگ جاج اخستل شوى.

راپورونه وائي جنرل هيډکوارټرز راولپينډۍ کې د١٧٧مې کورکمانډرانو ددغه غونډې په مهال دځمکني پوځ مشر جنرل راحيل شريف لوړپوړي پوځي مشران دامريکا د خپل اوسني سفر په مهال امريکائي عسکري اؤ سياسي مشرانو سره دشو ليدنو دتفصيلاتو نه خبر کړي اؤ هغوي يې دې لړ کې باور کې اخستي دي.

دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف امريکا ته خپل اوسنى سفر کامياب وگرځولو اؤ وې وئيل چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دکردار په اړه غلط فهمۍ لرې شوي دي.

جنر راحيل شريف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې امريکا ته دهغه اوسني سفر څخه وروستو امريکائي چارواکو شمالي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ له لوري د روانو عملياتو ضرب عضب په مهال منلې ده چې ترهه گرو ته دغو عملياتو کې زيان رسيدلى اؤ ددغو عملياتو ستائينه يې کړې ده.

له دې وړاندې امريکائي اؤ افغان چارواکو په پاکستان تورونه لگولي وؤ چې پاکستان دشمالي وزيرستان عملياتو کې دامتياز څخه کار اخلي اؤ ددغو عملياتو نه فغانستان کې امريکائي اؤ افغان ځواکونه په نخښه کوونکې تندروه ډله حقاني نيټ ورک بچ وتلې اؤ پاکستان هغوي ته خوندي لاره ورکړې.

خو پاکستان دغه تورونه رد کړي اؤ وائي شمالي وزيرستان کې دعملياتو دپيل کيدو څخه دمخه کيدى شي سيمه کې په لويه پيمانه دپوځيانو دنقل وحرکت په وجه ځينې ترهه ګر تيښته کې بريالي شوي وي خو دغلته دپاتې تندلارو په ضد پرته له کوم امتياز څخه کارروائي کولى شي.

دراپورونو ترمخه غونډه کې په ځانگړې توگه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب جاج اخستل شوى اؤ پوځي مشرانو دشمالي وزيرستان ايجنسۍ پاکو کړل شوؤ سيمو ته دبې کوره شوؤ خلکو دبيا بحالۍ په اړه بحث کوي.

دغونډې مشرانو ته شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دروانو عملياتو دپرمختگ په اړه حال احوال تير شوى دى.

دپاکستان پوځ سږکال دجون په ١٥مه نيټه قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دکوششونو دناکاميدو اؤ دطالبانو لخوا دکراچۍ په هوائي اډه دحملې دذمه وارۍ قبلولو نه پس په لويه پيمانه عمليات پيل کړي چې پکې دپوځي چارواکو ترمخه تر دې مهاله د١٢٠٠ؤ نه زيات جنگيالي وژل شوي دي.

پوځ وروستو شمالي وزيرستان نه خيبرايجنسۍ ته دتښتيدلو تندلارو په دغه قبائيلي سيمه کې دوړاندې نه دموجو جنگيالو په ضد هم داکتوبر مياشت کې عمليات پيل کړي چې پکې يې دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله دغو دواړو خواؤ داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى،.

XS
SM
MD
LG