لاس رسیدونکی لینک

پينډۍ: جنرل راحيل سره دايساف دکمانډر ليدنه


دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دغه ليدنه کې دسيمې په امنيتي صورتحال، په پاک افغان پوله دتماسونو اؤ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو په اړه خبرې اترې شوي دي.

افغانستان کې ميشت دبين المللي پوځونو کانډر جان کيمپبل دزيارت په ورځ راولپينډۍ کې دپاکستان دځمکني پوځ دمشر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې چې پکې ددوه اړخيزه سلامتۍ په چارو خبرې اترې شوي دي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دغه ليدنه کې دسيمې په امنيتي صورتحال، په پاک افغان پوله دتماسونو اؤ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو په اړه خبرې اترې شوي دي.

دبين المللي پوځونو مشر دپاکستان دپوځ سرلښکر سره دغه ليدنه په داسې حال کې کړې چې دروانې مياشتې اخره کې جنگ ځپلي هيواد افغانستان نه بهرني جنگي ځواکونه دوتلو تيارۍ کوي.

خو ديو تړون لاندې به دنيټو اؤ امريکا خواؤشا ١٢ زره پوځيان د٢٠١٤م نه پس هم افغانستان کې افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې دمرستې لپاره دغلته ايسار وي.

افغانستان نه دغيرملکي جنگي پوځيانو دوتلو په تناظر کې څيړونکي وائي چې دپاکستان پوځ سره دامريکائي ځواکونو رابطو ډير ارزښت خپل کړى دى.

شمالي وزيرستان کې سږکال په ١٥م جون وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړل شوي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخيسته اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې د١٢٠٠ؤ نه زيات جنگيالي وژلي اؤ يواځې ٨٦ؤ پوځيانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

خو امريکا دضرب عضب اپريشن دنتيجو ستائينه کړې اؤ دجنرل راحيل دامريکا داوسني سفر په مهال امريکائي چارواکو دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستاني ځواکونو دکارروائيو ډاډگيرنه اؤ ستائينه کړې وه.

XS
SM
MD
LG