لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسۍ کې تازه عمليات،٧ جنگيالي مړۀ


 دزيارت په ورځ دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دغه کارروائي دشورو په ورځ ترسره شوې چې پکې دتندلارو ٨ ځالې په نخښه کړل شوي دي.
دزيارت په ورځ دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دغه کارروائي دشورو په ورځ ترسره شوې چې پکې دتندلارو ٨ ځالې په نخښه کړل شوي دي.

دپاکستان پوځ وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ځالو ترسره شوؤ فضائي حملو کې لږ ترلږه اووۀ جنگيالي وژل شوي دي.

دزيارت په ورځ دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دغه کارروائي دشورو په ورځ ترسره شوې چې پکې دتندلارو ٨ ځالې په نخښه کړل شوي دي.

تيره ورځ هم دخيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دتندلارو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو نه بمباري شوې وه چې پکې ١١ جنگيالي وژل شوي وؤ.

خيبرايجنسۍ کې سږکال د١٧م اکتوبر راهسې پوځي عمليات خيبرون ون روان دي، ددغو عملياتو په مهال وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښتې کيږي چې پکې پوځ دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کوي.

دپاکستاني پوځ ترمخه قبائيلي شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال ددغه قبائيلي سيمې ٩٠ فيصده برخه دتندلارو نه پاکه کړل شوې خو ددغه ځايې نه جنگيالي خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ چې له دې امله خيبرايجنسۍ کې هم دهغوي په ضد دخيبر ون په نوم عمليات پيل کړى شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG