لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امن اؤ مينې نغمه گر اکرام الله گران په حق رسيدلى


د ګران بابا په شاعرۍ کښې زيات توجه غزل ته ده او نظم ئي ډير کم ليکلي دى خو کوم نظمونه چې ليکلي هغه د فکر و فن له اعتباره په غوره معياري نظمونو کې شميرل کيږي
د ګران بابا په شاعرۍ کښې زيات توجه غزل ته ده او نظم ئي ډير کم ليکلي دى خو کوم نظمونه چې ليکلي هغه د فکر و فن له اعتباره په غوره معياري نظمونو کې شميرل کيږي

د مينې اؤ انسانيت نغمه گر، پښتو ژبې د جديد نظم اؤ غزل لويې شاعر اکرام الله گران د زيارت په ورځ د زړۀ د حرکت بنديدو له امله وفات شوے اؤ ټاکل شوې د خيبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې د پړانکو د بابا صيب مقبره کې به يې نن ماذيګر څلور بجې جنازه کولى شي.

داکرام الله گران شمار د شلمې اؤ يوويشتمې صدۍ په يو څو هاغو لويو پښتنو شاعرانو کې کيدو چې د جديد ادب په وده کې يې لويې لاس ؤ اؤ پښتانۀ ليکوال د هغه مړينه د پښتو ادب اؤ ژبې دپاره يو نۀ سرکيدونکى زيان بولي.

په طبعيت ډير ساده خو په فکر لوړ اکرام الله ګران چې څومره نظمونه اؤ غزلې ليکلي هغې کې زياتره د شهرت معراج ته رسيدلي اؤ پښتانۀ د گران صيب د کلام په څير د هغه د ساده باده شخصيت سره هم ډيره مينه لري.

اکرام الله ګران د چارسدې پړانګ په ياسين زو محله کښې په کال 1938 کښې د ساداتو په درنه علمي کورنۍ کښې د ميا فضل رحيم کره زيږيدلى ؤ، .

دهغۀ پلار د علاقې مشر او نوموړې ادبي، علمي شخصيت و اؤ د ګران بابا ادبي روزنه هم د هغۀ پلار کړې وه،
نوموړي خپلې اولنۍ زده کړې د چارسدې تحصيل بازار په مکتب کښې کړې وې، خو د حالاتو دکبله ئي خپلو زده کړو ته دوام ورنه کړى شو،
ګران بابا د هلکوانۍ نه شعر ليکل شروع کړې ؤ خو د خپل فطري معصوميت له کبله ئي خپل شعر څرګندولى نه شوخو وروستو چې کله د هغه پلار ميا فضل رحيم د ګران بابا شعرونه ادبي ملګرو ته وړاندې کړل نو دغسې د ګران بابا ادبي سفر شروع شو،
وروستو د کال 1960 خوا و شا سيد جلال مضطرب مرحوم پښتو ادبي محفل چارسده قايم کړو، سيد جلال مرحوم د ګران بابا سره بې کچه مينه لرله، ګران بابا به ئي د ځان سره بقول ګران بابا هر ادبي غونډي ته راکښلو، د ګران بابا د وينا مطابق چې کله په رائټرز ګلډ پښتو اجلاسونو کښې د قلندر مومند صيب{مرحوم} او حمزه صيب {مرحوم} او نورو ملګرو سره ناسته شروع شوه نو زما ادبي تنده ماته شوه،
سيد جلال مضطرب مرحوم، غني خان مرحوم، او حمزه شينواري مرحوم د ګران بابا نزدې دوستان ګڼل کيدل،
د ګران بابا د واده سهره حمزه بابا ليکلې چې د ګران بابا په کتاب کښې چاپ ده،
د ګران بابا په شاعرۍ کښې زيات توجه غزل ته ده او نظم ئي ډير کم ليکلي دې، ګران بابا وائي چې مراد صيب به راته وې چې غزل او نظم دواړه ليکه، خو حمزه صيب به راته وېل چې غزل ليکه،
د ګران بابا د غزل يو کتاب ،،زما غزل،، په نوم چاپ دى چې د ابتدايي اؤ مينځومانې د دور شاعري پکې شامله ده

د هغه دشاعرۍ دپاره مهم موضوعات مينه اؤ انسانيت ؤ لکه دا شعر يې ښۀ ثبوت دے چې

که څوک مې وژني لاس يې هم نه نيسم

زما په يو حالت کې شر نۀ لگي

هاغه دهقان يم کۀ د لوږې مرمه

بغير د ګلو مې بل کر نه لګي

د اکرام الله ګران ډير کلامونه د وخت مشهورو سندر غاړو پخپلو اوازونو کې هم وئيلي چې تقريباً ټول په ټوله مشهور شوي دي دي

دهغه د کلام دغو څو نورې نمونې هم ستاسو په وړاندې دي

دلته د زور قدر خو شته قدر د زړونو نشته،
د زرو مخکښې هيڅ ښائيست د سرو ګلونو نشته،
رنګين به وي لکه جنت غوندې ماڼۍ به لري،
بيا هم جانانه څه تعبير مې د خوبونو نشته،
زما د خيال د امن کلى څه په دا رنګه دى،
څه ويره نشته دروازې ئي د کورونو نشته،
ستا په نامه باندې چا ياد نه کړم په زړه مې شو داغ،
ګنې کمى مې په لمن د تهمتونو نشته،
ګرانه د ژوند د هلو ځلو ولې تيښته کوې،
تريخ حقيقت سره پوڼۍ د قسمتونو نشته،
.........................................................
ستا د محبت نشې مې سر ته ځي.
خدائ خبر چې هوش له ما نه چرته ځي.
تته د قامت دې ائينه مه شه.
نن مې اسويلي د زړه بهر ته ځي.
داسې دې نمکينو کتو ياره کړم.
مالګې مې رسا زخمي ځيګر ته ځي.
مينې ليونۍ له مانه څه غواړې.
ګوره ليوني صحرا او غر ته ځي.
لمسې دې يادونو ورته اوکړلې.
خوب چې وو راغلى نو په بيرته ځي.
ګرځو د رخسارو په غرمو پسې.
تل ساړه اخيستې خلق نمر ته ځي.
ګران در سپيلنې شه چې رنځوره شوې.

دا قصور ددۀ سپيره نظر ته ځي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG