لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف اسحاق ډار ته پي ټي ائي سره دمذاکراتو شروع کولو کار سپارلى


دغه غونډه دمخالف سياسي گوندتحريک انصاف له لوري ملک کې داحتجاجونو اؤ مظاهرو دنوؤ اپيلونو نه پس په پيدا شوي سياسي صورتحال دغور کولو لپاره راغوښتل شوې وه.

راپورونه وائي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دشورو په ورځ دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ته مخالف سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف سره ملک کې دروان سياسي کړکيچ دهوارولو په غرض دمذاکراتو شروع کولو کار سپارلى دى.

دغه فيصله وزيراعظم هاؤس کې ترسره شوې دصلاح مشورې ديوې لوړې کچې په غونډه کې شوې ده چې پکې داطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشيد، دپيټروليم وزير شاهد خاقان عباسي، ددفاع وزير خواجه اصف، دريلوى وزير خواجه سعد رفيق، داخله وزير چوهدري نثار علي خان، دسيفران وزير عبدالقادر بلوچ، دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب اؤ دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف ترڅنگ نورو گڼو لوړپوړو چارواکو برخه واخسته.

دغه غونډه دمخالف سياسي گوندتحريک انصاف له لوري ملک کې داحتجاجونو اؤ مظاهرو دنوؤ اپيلونو نه پس په پيدا شوي سياسي صورتحال دغور کولو لپاره راغوښتل شوې وه.

وزيراعظم نواز شريف پي ټي ائي سره زر تر زره دمذاکراتو شروع کيدوهيله څرگنده کړه، حکومت به پي ټي ائي څخه دښارونو دتړلو اؤ وروستو دهيواد دتړلو په اړه دپلان سي دمنسوخولو غوښتنه هم کوي.

له دې وړاندې داطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشيد وويل حکومت پي ټي ائي سره مذاکراتو شروع کولو ته تيار دى خو ددې لپاره عمران خان ته به ددې لپاره دهيواد بيلا بيلو برخو کې احتجاجونه منسوخول وي.

اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې پرويز رشيد دعوه وکړه چې مذاکرات دپي ټي ائي دمشر په وينا اودريدلي وؤ

هغه وويل دپاکستان حکومت به تحريک انصاف سره دمذاکراتو لړۍ هم هاغه ځايې نه پيل کوي دکوم ځايې څخه چې دغه مذاکرات قطع شوي وؤ.

ديوې پوښتنې په ځواب کې داطلاعاتو وزير وويل هاغه وخت به جوډيشل کميشن جوړولى شي کله چې داسې سازگار ماحول جوړ شي چې پکې کميشن ته دخپل کار کولو موقع په لاس ورشي اؤ فيصلې يې ومنل شي

XS
SM
MD
LG