لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسي : عملياتو کې ١١ جنگيالي وژل شوي


دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان ترمخه د خيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه گرو په شکمنو ځالو دغه فضائي حملې دنهې په ماښام شوي دي.

چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجسنۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالودجيټ الوتکو نه شوې بمبارۍ کې ١١ جنگيالي وژل شوي اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان ترمخه د خيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه گرو په شکمنو ځالو دغه فضائي حملې دنهې په ماښام شوي دي.

سرچينې وائي چې جيټ الوتکو دتيراه په اکاخيل سيمه کې دتندروه ډلې لشکر اسلام اؤ تحريک طالبان پاکستان سره دتړلو ترهه گرو په ځالو بمباري کړې ده.

سرچينې وائي چې په اولنۍ فضائي حمله کې دتيراه شيرخيل دره سيمه کې ديو ازبک کمانډر په گډ،ن شپږ تندلاري ووژل شول اؤ دهغوي ١٢ ځالې هم تباه شوې.

سرچينې زياتوي چې جيټ الوتکو دذخه خيل دسرى کنډاؤ کې دترهه گرو يو تربيتي مرکز هم په نخښه کړى چې پکې ٥ جنگيالي هاغه مهال ووژل شول کله چې ددغه مرکز چت راپريوتو.

خيبرايجنسۍ کې سږکال د١٧م اکتوبر راهسې پوځي عمليات خيبرون ون روان دي، ددغو عملياتو په مهال وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښتې کيږي چې پکې پوځ دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کوي.

دپاکستاني پوځ ترمخه قبائيلي شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال ددغه قبائيلي سيمې ٩٠ فيصده برخه دتندلارو نه پاکه کړل شوې خو ددغه ځايې نه جنگيالي خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ چې له دې امله خيبرايجنسۍ کې هم دهغوي په ضد دخيبر ون په نوم عمليات پيل کړى شول.

XS
SM
MD
LG