لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

” دملالې په وينو رنگ جامې داوسلو دنوبيل امن مرکز کې ښودل شوي“


” که هرڅو زه به ددې ايوارډ اخستونکې يواځينۍ جينۍ يم ، خو زۀ پوهيږم چې زۀ ځانله غږ نۀ يم“
” که هرڅو زه به ددې ايوارډ اخستونکې يواځينۍ جينۍ يم ، خو زۀ پوهيږم چې زۀ ځانله غږ نۀ يم“

دجينکو دتعليم په مبارزه بوخته دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې سره تعلق لرونکې پُښتنه ملاله يوسفزئ به دشورو په ورځ خپل دنوبيل امن انعام ترلاسه کوي.

ملالې يوسفزۍ ته دامن دغه نړيوال انعام دماشومانو دحقونو لپاره دهلې ځلې کوونکي هندي کالاش ستهيارتي سره په شريکه ورکړل شوى ؤ، کالاش ستهارتي تر ٣٥ؤ کلونو دماشومانو دمشقت څخه ازادولو لپاره جنگيدلى دى.

ملاله اؤ کالاش ستهيارتي دواړه دداسې گاونډي هيوادونو سره تعلق لري چې په ١٩٤٧ء کې دبرطانيې څخه دازادۍ ترلاسه راپديخوا يې يو بل سره درې جنگونه کړي اؤ ددواړو هيوادونو په پوله اکثره دډزو پيښې رامينځته کيږي.

دامن دنوبيل انعام دگټلو وروستو ملالې وئيلي وؤ هغه هيله کوي چې ددواړو ملکونو(پاکستان اؤ هند) وزيراعظمان به اوسلو کې هغې ته دورکړل کيدونکي امن دنوبيل انعام په دستوره کې گډون وکړي.

اوسلو کې دنوبيل امن مرکز کې د هاغه وخت د١٥ کلنې ملالې يوسفزۍ هاغه لباس هم ايښودل شوى کوم چې په ٢٠١٢م کې هاغه وخت دملالې په تن ؤ کله چې طالبانودسوات انتظامي مرکز مينگورې سره نزدې هغه يواځې له دې امله په گولۍ پسر ويشتلې وه چې هغې ولې دجينکو دحقونو لپاره غږ پورته کړى ؤ؟

په داسې حال کې چې دغه مرکز ته دجمعې په ورځ دملاله يوسفزئ دغه يادگاري يونيفارم سپارل شوى ملالې دخپل دغه يونيفارم په حواله يو بيان کې وائي” زما دسکول يونيفار ما لپاره ډير اهميت لري، په کومه ورځ چې په ما حمله شوې وه ما دا يونيفارم اغوستى ؤ، ما سکول ته دتللو دخپل حق لپاره جنگ کولو“

ملاله به دپاکستان، شام اؤ نائجيريا نه دنورو پينځوؤ جينکو سره ناروى ته ځي ، په دغو نورو جينکو کې شپاړس کلنه شازيه رمضان اؤ ١٧ کلنه کائنات رياض هم شامل دي، دغه دواړه جينکۍ هم ملالې سره دسوات په مينگوره ښار کې د٢٠١٢م کال دحملې په موقع دسکول بس کې موجودې وې.

ددې ترڅنگ په دغو جينکو کې دشمالي نائجيريا( چرته نه چې بوکو حرام ډلې سږکال داپريل په مياشت کې ديوې حملې په مهال ددوؤ سوؤ نه زياتې جنيکۍ تښتولي ) نه دجينکو دتعليم لپاره غږ پورته کوونکې ١٧ کلنه امينه يوسف هم شامل ده.

ملالې يوسفزئ پخپل بيان کې دنوبيل امن انعام داخستو جذبات په دې ټکو څرگند کړي” که هرڅو زه به ددې ايوارډ اخستونکې يواځينۍ جينۍ يم ، خو زۀ پوهيږم چې زۀ ځانله غږ نۀ يم“ اؤ زياتوي چې” دا جرائت مندې جينکۍ اوس يواځې زمونږ ملگرې نۀ دي بلکې دهر ماشوم لپاره دتعليم دکيمپين لړ کې زما خويندې دي“

ملاله يوسفزۍ هاغه پښتنه پيغله ده چې کله په کال 2009م کې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دوسله والو ياغيانو په ضد امنيتي ځواکونو عمليات پيل کول نو دهغې څخه دمخه دسوات ټول واک په غيراعلانيه ډول وسله والو جنگيالو په لاس کې نيولى ؤ او په دغه مهال نۀ يواځې ملالې يوسفزۍ دطالبانو لخوا په تعليم دايښودل شوي قدغن باوجود خپلو زده کړو ته دوام ورکړى ؤ ، بلکې ديوې ډائرۍ ليکلو له لارې يې نړيوال هم دسوات دوضعيت څخه خبرساتل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG