لاس رسیدونکی لینک

دوزيراعظم دنااهلۍ درخواستونه خارج


داوريدنې په مهال ددرخواست ورکوونکي چوهدري شجاعت وکيل عرفان قادر وويل چې ليفټننټ جنرل عاصم باجوه خپل ټويټ کې واضحه کړې وه چې دپوځ سرلښکر ته دکردار ادا کولو وينا شوې وه.

دسپريم کورټ اووۀ کسيز بينچ دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف دنااهلۍ په اړه جمع کړل شوي درخواستونه دنۀ اوريدو جوگه گرځولي اؤ رد کړي يې دي.

دوزيراعظم دنااهلۍ لپاره دغه درخواستونه دمخالفې سياسي ډلې پاکستان تحريک انصاف مشر اسحاق خاکواني، دمسلم ليگ(ق) مشر چوهدري شجاعت حسين اؤدانصاف لائرز فورم گوهر نواز سندهو جمع کړي وؤاؤ دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ دسپريم کورټ اووۀ کسيز بينچ ددې درخواستونو اوريدنه وکړه.

داوريدنې په مهال ددرخواست ورکوونکي چوهدري شجاعت وکيل عرفان قادر وويل چې ليفټننټ جنرل عاصم باجوه خپل ټويټ کې واضحه کړې وه چې دپوځ سرلښکر ته دکردار ادا کولو وينا شوې وه.

په دې عدالت وويل چې دوزيراعظم دبيان نه ثابته شوې نۀ ده چې هغه دپوځ سرلښکر ته دمينځ گړي دکردار درخواست کړى ؤ.

جسټس ثاقب نثار وويل چې ټويټ کې خو خو دحکومت يادونه شوې خو دوزيراعظم نۀ.

جسټس اف سعيد کهوسه وويل چې دپوځ ترجمان ټويټ کې دا نۀ دي ليکلي چې وزيراعظ غلط بياني کړې.

جسټس ثاقب نثار وويل که کوم شکايت شته نو دقومي اسمبلۍ سپيکر ته دې مراجعه وکړل شي دا کيس دنااهلۍ په کوم شق کې نۀ راځي.

دهغه وينا وه چې دپارليمنټ دننه دکارروايۍ مامله اسپيکر ته ليږل کيدلى شي اؤ که سپيکر غواړي نو دغه معامله دنورې کارروايۍ لپاره اليکشن کميشن ته ليږلى شي.

جسټس اصف سعيد کهوسه وويل وزيراعظم پارليمنټ کې وينا دداخله وزير چوهدري نثار دوينا نه پس کړې چې پکې هغه دداخله وزير ددريځ تائيد کړى اؤ داخله وزير وئيلي وؤ چې پوځ دائين دارټيکل ٢٤٥ لاندې اسلام اباد ته غوښتل شوى اؤ دې لړ کې دپوځ سرلښکر سره په بيلا بيلو معاملو مشوره شوې ده.

جسټس اصف سعيد کهوسه ددرخواست ورکوونکي دوکيل نه پوښتنه وکړه چې دې ټوله معامله کې وزيراعظم دکوم ځايه راغلى؟ چې په دې وکيل جواب ورنۀ کړل شو، عرفان قادر وويل چې تيرو وختونو کې عدالتونو داسې مقدمې اوريدلي ځکه عدالت ته په دې پخپله نوټس اخستل پکار دي.

وزيراعظم نواز شريف پارليمنټ ته وئيلي وؤ چې دپاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري اؤ دپاکستان تحريک انصاف چئيرمين عمران خان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره دليدنې درخواست کړى ؤ، ترڅو حکومت سره ملک کې روان سياسي بحران حل کړل شي اؤ هغه دپوځ سرلښکر ته اجازت ورکړى چې دغو دواړو مشرانو سره دې تماس ټينگ کړي اؤ دمينځ گړي کردار دې ادا کړي ، خو پخپله يې پوځ ته دمينځگړي دکردار دادا کولو وينا نۀ ده کړې.

خو وروستو عمران خان اؤ طاهرالقادري دپوځ دسرلښکر نه دمرستې دغوښتو په اړه دوزيراعظم بيان رد کړى ؤ اؤ دعوه يې کړې وه چې وزيراعظم دې لړ کې قوم ته دروغ وئيلي دي.

پوځ وروستو په يو لنډ بيان کې په ډاگه کړه چې دحکومت په وينا ملک کې دروان سياسي کړکيچ دهواري لپاره دمينځگړي کردار ادا کوي.

عدالت ددرخواست ورکوونکو په دې دعوؤ مطمئين نۀ شو چې گنې وزيراعظم قومي اسمبلۍ کې دروغ وئيلي وؤ اؤ وې وئيل چې درخواست ورکوونکي دوزيراعظم دنااهلۍ غوښتنه نه شي کولى ځکه چې دغه معامله دهغوي متعلق نۀ ده

وروستو عدالت دوزيراعظم دنااهلۍ په اړه جمع کړل شوي ټول درخواستونه خارج کړل.

XS
SM
MD
LG