لاس رسیدونکی لینک

٢٠١٤م ټوله نړۍ کې ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک کال ؤ،يونيسيف


ملگرو ملتونو وئيلي دي چې ٢٠١٤م ټوله نړۍ کې دروانو بيلا بيلو جگړو اؤ فسادونو له امله دماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک کال ثابت شوى چې پکې ديو کروړ نه زيات ماشومان اغيزمن شوي دي.

ماشومانو لپاره دملگرو ملتونو دادارې يونيسيف له لوري دجاري شوي بيان ترمخه مينځنۍ افريقا، عراق، شام، فلسطين، جنوبي سوډان اؤ يوکرين کې دروانو جگړو له امله يو کروړ اؤ پنځوس لکه ماشومان اغيزمن شوي دي.

ديونيسيف ايگزيکټيو ډاائريکټر وائي چې پاکستان، عوامي جمهوريه کانگو، نائجيريا، صوماليه ، سوډان اؤ يمن کې هم دا کال تر ټولو خطرواک ؤ اؤ دغلته زياتره رامينځته شوې پيښې ميډيا کې رپورټ شوي هم نۀ دي، د٢٣ؤ کروړو نه زيات ماشومان په هاغو هيوادونو کې ميشته دي چې دجنگونو اؤ فسادونو ښکار دي.

ديونيسيف ترمخه په دغو ماشومانو کې زياتره يا خو دتعليم ترلاسه کولو په مهال يا کورونو کې دخوب په مهال دحملو ښکار شوي، دغه اداره وائي چې دې ملکونو کې دفسادونو اؤ جگړو په مهال گڼ ماشومان يتيمان شوياؤ گڼ شمير دتښتول کيدو نه پس دتشدد اؤتيري ښکار کړل شوي دي، گڼ ماشومان داسې هم دي چې غلامان جوړ کړل شوي اؤ پلورل شوي دي.

په ټوله نړۍ کې ماشومان دداسې بربريت ښکار دي چې مثال يې نۀ موندل کيږي، په لويديزه افريقا اؤ سري ليون کې دايبولادوائرسو په وجه په زرگونو ماشومان يتيمان شوي اؤ د٥٠ؤ لکو نه زيات ماشومان سکولونو ته تللو نه محروم شوي دي.

ديونيسيف د ايگزيکيو ډائريکټر ترمخه مينځنۍ جمهوريه افريقا کې دروانې خانه جنگۍ په مهال درويشت لکه ماشوما اغيزمن شوي چې پکې لس زره ماشومان وسله والو ډلو دخپلو مقصدونو لپاره کارولي اؤ ٤٣٠ؤ دخپل ژوندنه لاس وينځلى.

فلسطين کې ٥٣٨ ماشومان اسرائيلي حملو کې وژل شوي ، ٣٣٧٠ زخمي اؤ په سلگونو دخپل موروپلار دشفقت نه محروم شوي همدي.

دهغه وينا ده چې شام کې دروانې خانه جنگۍ نتيجه کې ٧٣ لکه ماشومان اغيزمن شوي چې پکې ١٧ لکه دملک په پريښودو مجبور شوي، عراق کې ٢٧ لکه ماشومان اغيزمن شوي چې پکې ٧٠٠ؤ دخپل ژوند نه لاس وينځلى.

همدغه شان جنوبي سوډان کې اووۀ لکو اؤ پنځوسو زرو نه زيات ماشومان اغيزمن شوي چې پکې درې لکه اؤ شل زره بې کوره شوي اؤ کيمپونو کې په ژوند تيرولو مجبور دي.

XS
SM
MD
LG