لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ، تښتول شوى قانون ساز شپږ مياشتې پس خوشې


پيښور کې دگورنر هاؤس نه دجاري شوي يو بيان ترمخه قانون نافذونکو ادارو رانا جميل حسن راخوشې کړى.
پيښور کې دگورنر هاؤس نه دجاري شوي يو بيان ترمخه قانون نافذونکو ادارو رانا جميل حسن راخوشې کړى.

پاکستان کې شپږ مياشتې دمخه دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) تښتول شوى دصوبائي قانون ساز رانا جميل حسن دافغانستان دپولې ترڅنگ قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ نه راخوشې کړل شوى دى.

پيښور کې دگورنر هاؤس نه دجاري شوي يو بيان ترمخه قانون نافذونکو ادارو رانا جميل حسن راخوشې کړى.

بيان کې وئيل شوي چې رانا حسن څوک چې دگډو خان په نوم هم پيژندل کيږي دپاک افغان سرحدي سيمې نه راخوشې کړل شوى اؤ هغه اوس دفرنټئير کور( ايف سي) په خوندي تحفظ کې دى.

بيان زياتوي چې رانا جميل به ډير زر خپل کور ته منتقل کړل ش ، خو په دغه بيان کې دا نۀ ده په ډاگه کړل شوې چې دپنجاب اسمبلۍ دغه قانون ساز څنگه راخوشې کړل شوى.

رانا جميل په پنجاب اسمبلۍ کې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) غړى دى،سږکال دمئ مياشت کې دپنډي بهټيا سره نزدې هغه هاغه وخت وسله والو په زوره دخپل گاډي نه تښتولى ؤ چې دخپلې کورودانې سره اسلام اباد ته روان ؤ.

تښتونکو دهغه دراخوشې کولو په بدل کې دپينځوؤ کروړو روپو دتاوان غوښتنه کړې وه، خو نۀ ده په ډاگه شوې چې دهغه دراخوشې کولو لپاره دتاوان پيسې ادا کړل شوي که نه؟

تيرو څو کلونو کې پاکستان کې گڼ مهم اؤ بااثره شخصيات تښتول شوي دي، چې پکې دپاکستان دپخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دپنجاب دوژل شوي گورنر سلمان تاثير زامن هم شامل دي.

داگست مياشت کې دپيښور داسلاميه کالج يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر اجمل خان هم تقريباً څلور کاله پس راخوشې کړل شوى ؤ.

دتاوان لپاره دتښتولو دپيښو په اړه وئيل کيږي چې تندلاري په دغه ذريعه ترلاسه کيدونکې پيسه دخپلو ورانکارو دهلو ځلو لپاره استعمالوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG