لاس رسیدونکی لینک

فيصل اباد کې وسله والو دپوليو کارکوونکى ووژلو


دغه پيښه دنهې په ورځ هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دپوليو ددوه ورځني مهم په اخري ورځ ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي قطرې اچول کيدې.

دپاکستان دپنجاب صوبې په فيصل اباد ښار کې نامعلومو وسله والو دپوليو دمخنيوي دډلې يو کارکوونکى پۀ ډزو سره وژلى دى.

دغه پيښه دنهې په ورځ هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دپوليو ددوه ورځني مهم په اخري ورځ ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي قطرې اچول کيدې.

يو سيمه ييز سينئر پوليس افسر علي وسيم يوې بهرني خبري ادارې سره خبرو کې وويل چې وژل شوى دپوليو کارکوونکى دسکول يو ٤٠ کلن استاذ ؤ اؤ دهغه نوم محمد سرفراز ؤ.

دعلي وسيم ترمخه په موټر سائيکل سورو وسله والو دپوليو په دغه کارکوونکي شپږ ډزې کړي چې په نتيجه کې يې هغه په موقع مړ شوى دى.

هغه وويل دا نۀ ده په ډاگه شوې چې په سرفراز هاغو تندلارو حمله کړې چې دپوليو دويکسينيشن مخالف دي اؤ که نه ده دغه وژنه دشخصي دښمنۍ نتيجه وه اؤ زياته يې کړه چې په هغه له دې وړاندې هم دوه حملې شوې وې.

ددغه بريد پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو له دې وړاندې دگل په ورځ دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې سره نزدې بونير کې دپوليو دډلې په حفاظت دمامورو دوؤ پوليس عسکرو دوژنې ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې وه.

پاکستان دنړۍ په هاغو دريوؤ هيوادونو کې شامل دى چرته چې دپوليو معذوره کوونکې ناروغي په مکمل ډول نۀ ده ختمه اؤ په دغه هيواد کې دپوليو کيسونه په تيزۍ سره مخې ته راروان دي، په نورو هيوادونو کې افغانستان اؤ نائجيريا شامل دي.

XS
SM
MD
LG