لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : دطالبانو حمله کې درې عسکر وژل شوي


دپوليسو وياند عبدالمنان روفي وائي چې دغه حمله دجمعې په شپه جوزجان ولايت کې شوې ده.

چارواکي وائي طالبانو شمالي افغانستان کې په يو کاروان حمله کړې اؤ درې پوليس عسکر يې وژلي دي.

دپوليسو وياند عبدالمنان روفي وائي چې دغه حمله دجمعې په شپه جوزجان ولايت کې شوې ده.

دخالي په ورځ روفي وئيلي دي چې طالب جنگيالو په پوليسو دغه حمله دجوزجان ولايت په اقچه اولسوالۍ کې ترسره کړې چې پکې درې عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

ددغه حملې مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى، له دې وړاندې دغه ولايت کې په يو چيک پوسټ دطالبانو حمله کې څلور پوليس عسکر وژل شوي وؤ.

په داسې حال کې چې دروانې مياشت په پايې کې افغانستان نه زياتره بهرني جنگي ځواکونه دوتلو تيارۍ کوي طالبانو ددغه هيواد په بيلا بيلو برخو کې په بهرنو اؤ افغان ځواکونو حملو کې چټکتيا راوستې ده.

XS
SM
MD
LG