لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره دامريکا اړيکې ښې کيږي،راپور


 Col. Brian Tribus څوک چې افغانستان کې دائتلافي ځواکونو وياند دى ، وائي چې دافغانستان په ننگرهار ولايت کې شوې دغه حمله کې درې وسله وال جنگيالي هم وژل شوي وؤ.
Col. Brian Tribus څوک چې افغانستان کې دائتلافي ځواکونو وياند دى ، وائي چې دافغانستان په ننگرهار ولايت کې شوې دغه حمله کې درې وسله وال جنگيالي هم وژل شوي وؤ.

اى پي خبري ادارې پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې امريکا نزدې ورځو کې په لرې پرته سرحدي سيمه کې پاکستان ته دزياتو مطلوبو تندلارو په ضد يو شمير فضائي حملې ترسره کړي دغه گام ٢٠١١م کې ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن خلاف دترسره شوې امريکائي حملې نه پس ددواړو هيوادونو دتاؤتريخوالي ښکار اړيکو کې دښه والي نخښه ده.

يو امريکائي چارواکى دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي ديوې خفيه کارروايۍ په اړه وئيلي دي چې په ٢٤م نومبر دافغانستان په يوه ختيزه سيمه کې يو امريکائي فضائي حمله کې دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله لږ بچ شوى ؤ، ملا فضل الله دپاکستان دپوځ لپاره يو ستر هدف دى اؤ باور کيږي چې هم هغه دجينکو دحقونو لپاره په غږ پورته کوونکې طالب علمې ملالې يوسفزئ دحملې حکم کړى ؤ.

Col. Brian Tribus څوک چې افغانستان کې دائتلافي ځواکونو وياند دى ، وائي چې دافغانستان په ننگرهار ولايت کې شوې دغه حمله کې درې وسله وال جنگيالي هم وژل شوي وؤ.

دامريکائي چارواکو ترمخه دغه کارروائي دپاک افغان پولې ترڅنگ دتحريک طالبان پاکستان ډلې خلاف داوسنو حملو دلړۍ څخه يوه وه.

دامريکا خارجه محکمه دغه ډله يوه ترهه گريز تنظيم گڼي خو دغه تندروه ډلې دامريکا نه زيات پاکستان لپاره زيات خطر راولاړ کړى اؤ په دغه ملک کې يې په زرگونو خلک وژلي دي.

اى پي وائي چې (دپاکستاني طالبانو خلاف) دغه امريکائي فضائي حملې دا خبره په ډاگه کوي چې دترهه گرۍ په ضد پاک امريکا ائتلاف اوس دهاغه سخت تاؤتريخوالي نه راوتلى چې کله ٢٠١١م کې امريکا پاکستان ته دوړاندې نه دوينا کولو نه بغير ددغه هيواد په ايبټ اباد ښار کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن خلاف کارروائي وکړه اؤ هغه يې ووژلو.

دنوم نۀ څرگندولو په شرط گڼو امريکائي پوځي، سفارتي اؤ استخباراتي چارواکو وئيلي دي که هر څو يو حکومت هم په بل په بشپړه توگه باور نۀ کوي خو دهغوي اړيکې دپخوا په څير داحتياط نه دډکې مرستې په لوري راگرځيدلي دي.

ددواړو ملکونو ترمينح دترهه گرۍ په ضد دغه ائتلاف دافغانستان دمستقبل اؤ دالقاعده دتباه کولو دهڅو لپاره مهم گڼلى شي، لکه دتيرو کلونو پشان امريکا پاکستاني حکومت کې موجود عناصر په خفيه توگه دترهه گرو په ملاتړ تورنوي.

خو امريکا پاکستان ته په يو کال دپوځي اؤ اقتصادي امداد په مد کې ددوؤ بلينو نه زياتې ډالرې هم ورکوي اؤ دواړو ملکونه دترهه گرۍ په ضد په ځينو معاملو دنزدې نه کار کوي.

دپاک امريکا اړيکو په اړه امريکائي اؤ پاکستاني چارواکي مني چې هغوي اوس دتير په پرتله په ښه مقام ولاړ دى.

دشپږو مياشتو ددمې نه پس ( په دغه موده کې دپاکستان حکومت پاکستاني طالبانو سره دامن مذاکراتو هڅې کولې) سي ائي اى دجون مياشت کې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه کې ډرون حملې بيا پيل کړې.

پاکستان دډرون بريدونو په اړه دريځ لري چې ددغو حملو په نتيجه کې اولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوړي اؤ دا دهغوي دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده، خو دتير په پرتله اوس ددغو ډرون حملو په شمير کې ډير کموالى راغلى اؤ دډرون حملو په اړه دميډيا دراپورونو دجمع کوونکو دوؤ تنظيمونو ترمخه په تيرو ٢٠ؤ حملو کې دکوم اولسي وگړي دمرگ ژوبلې پخلى هم نۀ دى شوى

دپاکستان پوځ هم سږکال په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې يوه لويه پوځي کارروائي ترسره کړه اؤ دحقاني نيټ ورک دهيډکوارټر په توگه مشهور ځايې ، ميرامشاه، يې (دترهه گرو نه) پاک کړى دى.

(دپاکستان له لوري اخستل شوى ) دغه يو داسې گام ؤ چې امريکا ئي حکومت يې دډيرو کلونو راهسې غوښتنه کوله ، له دې وړاندې امريکائي حکومت پاکستان په ډبل گيم لوبولو تورن کړى اؤ دريځ يې لرلو چې پاکستان دهاغو تندلارو خلاف جگړه کوي چې هغوي ته پخپله خطره راولاړوي خو په خفيه توگه دهاغو تندلارو ملاتړ کوي چې افغانستان يا امريکائي چارواکو لپاره خطره جوړيږي.

گڼو امريکائي چارواکو په مرکو کې وئيلي چې دغه ډبل گيم اوس هم روان دى ځکه چې دحقاني ډلې مرکزي مشرانو ته (شمالي وزيرستان کې) دکارروايۍ پيل کيدو نه وړاندې خبردارى ورکړل شوى ؤ اؤ هغوي په خفيه توگه پاکستاني ښارونو ته تښتيدلي دي.

پاکستان دحقاني نيټ ورک جنگيالو ته دوړاندې نه دخبرداري ورکولو تورونه ردوي ، خو بل لوري ته په افغانستان کې امريکائي پوځي مشران وائي چې دپاکستاني پوځ دعملياتو په نتيجه کې دحقاني نيټ ورک هلې ځلې تالا ترغه شوي

دنومبر مياشت کې افغانستان کې دامريکائي ځواکونو ډپټي کمانډنگ جنرل ، ليفټننټ جنرل جوزف اينډرسن وئيلي وؤ چې شمالي وزيرستان کې دپاکستان داپريشن په وجه حقاني نيټ ورک مات شوى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG