لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ :ترهه گرو نه نړيوال امن ته خطرې پيښې دي، جنرل راحيل


دپوځ سرلښکر وويل که په غيررياستي عناصرو قابو ونۀ موندل شوه نو صورتحال نور لانجمن کيدى شي، اين جي او گانې اؤ ملټي نيشنل کمپنۍ هم دهيواد سلامتي خطره کې اچوي اؤ دهيواد سلامتي دگاونډي هيوادونو په سلامتۍ هم اډاڼه لري.

په داسې حال کې چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دپاکستان پوځ دتندلارو په ضد جگړه کوي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دزيارت په ورځ وئيلي دي چې پاکستان کې دغيررياستي عناصرو موجودگۍ دداخلي سلامتۍ صورتحال پيچيده کړى دى.

کراچۍ کې دفاعي نمائش ايډياز ٢٠١٤م ته دخطاب په وخت دپوځ سرلښکر وويل ترهه گر دخپل سوچ دتپلو هڅه کوي ځکه دلانجو اؤ ترهه گرۍ دخاتمې لپاره به حقيقت پسندانه کردار ادا کول وي اؤ سيمه کې دپائيداره امن لپاره دکشمير اؤ دفلسطين دستونزې هوارى ضروري دى.

هغه وويل دترهه گرو نه نړيوال امن ته خطرې پيښې دي اؤ دبدليدونکو حالاتو سره دفاعي ضرورتونه هم بدليږي.

دپوځ سرلښکر وويل که په غيررياستي عناصرو قابو ونۀ موندل شوه نو صورتحال نور لانجمن کيدى شي، اين جي او گانې اؤ ملټي نيشنل کمپنۍ هم دهيواد سلامتي خطره کې اچوي اؤ دهيواد سلامتي دگاونډي هيوادونو په سلامتۍ هم اډاڼه لري.

هغه وويل” مونږ په مشکل وخت کې ژوند تيروؤ چې پکې دغربت، بې روزگارۍ، خوراک اؤ اوبو دکمي نوي چيلنجونه هم شامل دي“ اؤ زياته يې کړه چې مذهب اؤ ډله ييزه پيژندگلو هم دجنگونو نوي وجوهات جوړيږي اؤ دخپلو نظرياتو اؤ کلچر دتحفظ لپاره به کار کول وي.

XS
SM
MD
LG