لاس رسیدونکی لینک

جسټس سردار محمد رضا نوى اليکشن کمشنر ونومول شو


دغونډې په مهال دکميټۍ غړو دجسټس (ر) طارق پرويز، جسټس(ر) تنوير احمد خان اؤ جسټس(ر) سردار محمد رضا په نومونو غور وکړو خو دکميټۍ غړي دسردار محمد رضا خان په نوم متفق شول.

راپورونه وائي دپارليماني کميټۍ غړو پاکستان کې دچيف اليکشن کمشنر لپاره دسردار محمد رضا خان په نوم اتفاق کړى دى.

پارليمنټ هاؤس اسلام اباد کې دسينيټر رفيق رجوانه مشرۍ کې دپارليماني کميټۍ غونډه روانه ده، په دغه ١٢ کسيزه کميټۍ کې دمسلم ليگ(ن) اؤ پيپلز پارټۍ ترڅنگ دايم کيو ايم، اى اين پي، مسلم ليگ(ض) اؤ دتحريک انصاف غړي هم شامل دي ، خو دتحريک انصاف غړى شهريارافريدي غونډه کې برخه وانۀ خسته.

دغونډې په مهال دکميټۍ غړو دجسټس (ر) طارق پرويز، جسټس(ر) تنوير احمد خان اؤ جسټس(ر) سردار محمد رضا په نومونو غور وکړو خو دکميټۍ غړي دسردار محمد رضا خان په نوم متفق شول.

تيره ورځ دپاکستان سترې محکمې خبردارى ورکړى ؤ چې که چرې ٥م دسمبر پورې مستقل چيف اليکشن کمشنر ونۀ ټاکل شو نو په ٨م دسمبر به دوزيراعظم نواز شريف اؤ قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دمشر سيد خورشيد شاه په ضد په نوټسونو جاري کولو غور کوي.

دفخر الدين جي ابراهيم دريټائرمنټ نه پس پاکستان کې دچيف اليکشن کمشنر عهده دتيرو ١٦ؤ مياشتو راهسې خالي پرته وه.

عدالت خبردارى ورکړى ؤ چې په ٥م دسمبر به خپل جج جسټس انور ظهير جمالي دقائمقام چيف اليکشن کمشنر دعهدې نه لرې کوي.

جسټس سردار رضا خان موجوده وخت کې دوفاقي شريعت کورټ چيف جسټس دى اؤ هغه په ٢٠١١ء کې دسپريم کورټ دجج په توگه ريټائر شوى ؤ.

٦٩ کلن سردار محمد رضا خان داعلي عدليې په هاغو ججانو کې شامل دى چې دپاکستان دپخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف لخوا پاکستان کې په کال ٢٠٠٧م کې بيړنى حالت دپځايې کولو وروستو يې دپي سي او لاندې دلوړې نه انکار کړى ؤ.

دجسټس رضا تعلق دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبه کې دايبت اباد سيمې سره دى اؤ هغه دپخواني چيف جسټس افتخار محمد چوهدري په مشرۍ دهاغه بينچ برخه وه چې دمشهور اين ار او کيس کې يې فيصله اورولې وه.

همدغه شان دپي سي او دچيلنج کولو په حواله ديو درخواست داوريدنې په مهال جسټس رضا هاغو ججانو ته دعدالتي نوټسونو جاري کولو په حق کې نۀ ؤ چې دپي سي او لاندې يې لوړې کړې وې.

XS
SM
MD
LG