لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : بم چاؤدنه کې يو تن مړ،١٠ ژوبل


دپوليسو يو مشر عمران قريشي ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې بم په يو سوزوکي کې نصب کړل شوى ؤ خو دچاؤدنې هدف تر دې مهاله نۀ دى معلوم شوى.

دزيارت په ورځ دبلوچستان دکوئټې سټلا ئټ ټاؤن کې دسبزي منډۍ سره نزدې په سرکي روډ يوه چاؤدنه کې يو تن وژل شوى اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.

دپوليسو يو مشر عمران قريشي ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې بم په يو سوزوکي کې نصب کړل شوى ؤ خو دچاؤدنې هدف تر دې مهاله نۀ دى معلوم شوى.

هغه پخلى کړى چې پيښه کې يو تن وژل شوى اؤ زياته يې کړه چې دپيښې ښکار شوي ټول کسان اولسي وگړي دي، چاؤدنه کې گاډي اؤ ودانو ته هم زيان رسيدلى دى.

دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې اؤ دسکول دماشومانو په گډون ژوبل شوي کسان علاج لپاره دکوئټې سول هسپتال ته رسول شوي چې پکې ددريوؤ حالت سخت ښودل کيږي.

دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو ډله وائي چې چاؤدنه کې د٣٠ؤ نه تر ٤٠ؤ کلو ګرامو پورې بارود استعمال شوي وؤ، دچاؤدنې نه وروستو پوليسو اؤ دايف سي عسکرو دورانکارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي.

دچاؤدنې نه وروستو سيمه کې دډزو کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي، دپيښې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.

دغه پيښه يوه ورځ وروستو له هغې رامينځته شوه چې تيره ورځ کوئټه کې وسله والو دوه پوليس عسکر ووژل.

دافغانستان اؤ ايران سره په پوله پرته دپاکستان بلوچستان صوبه کې وسله وال دتيرو ٧ؤ کلونو راهسې په امنيتي ځواکونو اؤ حکومت پلوه سياست دانانو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG