لاس رسیدونکی لینک

کوئټه کې وسله والو دوه پوليس عسکر ووژل


دپوليسو مشر وويل چې بريدکوونکي دحمله نه پس پخپل موټر سائيکل تيښته کې بريالي شوي دي، دپيښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې دپوليس اؤ ايف سي عسکر رسيدلي اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.

پوليس وائي دشورو په ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان دسرښار کوئټې په شلکوټ سيمه کې وسله والو جنګيالو دوه پوليس عسکر وژلي دي.

سپرنټډنټ اف پوليس( ايس پي) ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي وسله والو کسانو په پوليس عسکرو ډزې کړي چې په نتيجه کې يې يو عسکر په موقع وژل شوى اؤ بل هسپتال ته دمنتقل کيدو وروستو دزخمونو تاب رانۀ وړواؤ هغه هم ساه ورکړه.

دپوليسو مشر وويل چې بريدکوونکي دحمله نه پس پخپل موټر سائيکل تيښته کې بريالي شوي دي، دپيښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې دپوليس اؤ ايف سي عسکر رسيدلي اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.

هغه وويل چې دا پيښه هدف وژنه ښکاري ، خو ددغه حملې ذمه واري په سمدستي توګه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

په نزدې اوونو کې کوئټه اؤ دبلوچستان نورو سيمو کې بمي چاؤدنو اؤ دهدف وژنو پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

دغه پيښه يوه ورځ وروستو له هغې رامينځته شوه چې دکوئټې په جوائنټ روډ دوزيراعلي دتعليم مشير سردار رضا محمد ديوې بم چاؤدنې نه ژوندى ووتو، دغه چاؤدنه کې دوه کسان ژوبل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG