لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه کې د٨ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي


 سرچينې وائي چې دغه مړي دتيراه اکاخيل سيمه کې موندل شوي چې عمرونه يې د١٨ؤ نه ٤٠ؤ کلونو پورې ښودل کيږي.
سرچينې وائي چې دغه مړي دتيراه اکاخيل سيمه کې موندل شوي چې عمرونه يې د١٨ؤ نه ٤٠ؤ کلونو پورې ښودل کيږي.

عسکري سرچينې وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې داتوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

سرچينې وائي چې دغه مړي دتيراه اکاخيل سيمه کې موندل شوي چې عمرونه يې د١٨ؤ نه ٤٠ؤ کلونو پورې ښودل کيږي.

سرچينې زياتوي چې دغه ټول کسان په ډزو ويشتل شوي اؤ دهغوي مړي دپيژندگلو لپاره شاه کڅ ليوي سنټر جمرود ته وړل شوي دي

دخيبرايجنسۍ کومه سيمه کې چې دغه مړي ترلاسه شوي هلته تيره ورځ دپاکستاني پوځيانو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته شوې وه چې پکې ٧ تندلاري وژل شوي وؤ.

خيبرايجنسۍ کې دلشکر اسلام په گډون گڼې تندروه ډلې فعاله دي اؤ دغلته وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

خيبرايجنسۍ کې امنييتي ځواکونو تقريباً دوه مياشتې دمخه شمالي وزيرستان نه دغلته دتښتيدلو تندلارو اؤ سيمه کې دفعالو جنگيالو خلاف دخيبرون په نوم پوځي عمليات پيل کړي چې پکې پوځ دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG