لاس رسیدونکی لینک

دچيف اليکشن کمشنر لپاره په دريوؤ نومونو دحکومت اؤ اپوزيشن اتفاق


خورشيد شاه ددغه عهدې لپاره دنومول شوؤ دريوؤ پخوانو ججانو نومونه اعلان کړل چې پکې سردار محمد رضا ، طارق پرويز اؤ تنوير احمد خان شامل دي، دغه دريواړه کسان دسپريم کورټ ججان پاتې شوي دي.

پاکستان کې دمرکزي حکومت اؤ حزب اختلاف ترمينځ دملک دچيف اليکشن کمشنر ټاکلو لپاره په دريوؤ نومونو اتفاق شو ى دى.

دخزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه سره پارليمنټ هاؤس اسلام اباد کې دهغه چيمبر کې ليدنه وکړه چې پکې دچيف اليکشن کمشنر تقررۍ لپاره په مختلفو نومونو غور وشو، دغوندې په مهال دواړو مشرانو دجسټس(ر) سردار محمد رضا، جسټس(ر) تنوير احمد خان اؤ جسټس (ر) طارق پرويز په نومونو اتفاق وکړو.

په دغو نومونو داتفاق لپاره دواړو مشرانو مختلفو سياسي مشرانو، فاروق سار، شاه محمود قريشي، محمود خان اچکزئ، افتاب شيرپاؤ، عبدالغفور حيدري، سراج الحق اؤ اعجاز الحق سره په ټيليفون رابطه هم وکړه اؤ هغوي يې ددې نومونو نه خبر کړل.

خورشيد شاه دغونډې نه پس ميډيا سره خبرو کې وويل وزيرعظم وئيلي وؤ چې پارليماني کميټۍ ته دې دوه فهرستونه ونۀ ليمل شي.

هغه وويل دچيف اليکشن کمشنر په تعيناتۍ صلاح مشوره شوې اؤ نن به درې نومونه دقومي اسمبلۍ سپيکر ته وليږل شي.

قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه اؤ دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار دشورو په ورځ خبريالانو ته وويل چې درايې په اتفاق سره درې نومونه منتخب کړل شوي دي کوم چې به اوس دقواعدو اؤ ضابطو ترمخه دقومي اسمبلۍ سپيکر ته ليږلى شي.

خورشيد شاه ددغه عهدې لپاره دنومول شوؤ دريوؤ پخوانو ججانو نومونه اعلان کړل چې پکې سردار محمد رضا ، طارق پرويز اؤ تنوير احمد خان شامل دي، دغه دريواړه کسان دسپريم کورټ ججان پاتې شوي دي.

خورشيد شاه وويل چې دچيف اليکشن کمشنر تقررۍ لپاره به په عدالتي فيصله عمل درامد کولى شي اؤ دسپريم کورټ دامر په رڼا کې به ٥م دسمبر پورې دغه کار مکملولى شي.

هغه په اولنو نومونو ځينو سياسي گوندونو اعتراض کولو خو وروستو هغوي په نورو نومونو غور وکړو اؤ ددغو دريواړو شخصياتو نومونه يې وړاندې کړل چې کوم سياسي گوند پرې اعتراض ونۀ کړو اؤ هيله ده چې دسبا ماښام پورې به داليکشن کمشنر دتعيناتۍ معامله هواره شي.

سرچينې وائي که هر څو دا مهال وزيراعظم نواز شريف لندن کې دافغانستان په اړه يو کانفرنس کې دگډون لپاره موجود دى خو هغه په دغه معامله قومي اسمبلۍ کې داپوزيشن مشر سره په ټيليفون رابطه کې دى.

تيره ورځ دپاکستان سترې محکمې خبردارى ورکړى ؤ چې که چرې ٥م دسمبر پورې مستقل چيف اليکشن کمشنر ونۀ ټاکل شو نو په ٨م دسمبر به دوزيراعظم نواز شريف اؤ قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دمشر سيد خورشيد شاه په ضد په نوټسونو جاري کولو غور کوي.

دفخر الدين جي ابراهيم دريټائرمنټ نه پس پاکستان کې دچيف اليکشن کمشنر عهده دتيرو ١٦ؤ مياشتو راهسې خالي پرته ده.

عدالت خبردارى ورکړى چې په ٥م دسمبر به خپل جج جسټس انور ظهير جمالي دقائمقام چيف اليکشن کمشنر دعهدې نه لرې کوي.

داليکشن کميشن دمشر لپاره دوزيراعظم نواز شريف اؤ دحزب اختلاف دمشر سيد خورشيد شاه ترمينځ ددوؤ ريټائرډ ججانو په نومونو اتفاق شوى ؤ ، خو دغو دواړو ججانو تصدق حسين جيلاني اؤ رانا بهګوان داس ددغه عهدې سمبالولو نه انکار کړى ؤ.

د١٨م ائيني ترميم نه پس ائين کې دچيف اليکشن کمشنر تقررۍ لپاره ضروري ده چې يواځې دسپريم کورټ ريټائرډ شوى جج به اليکشن کمشنر نومول کيدى شي.

بل لوري ته دقومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق دچيف اليکشن کمشنر تقررۍ لپاره دغوڅ نوم دمنظورۍ په غرض په څلورو سينيټرانو اؤ ٨ؤ دقومي اسمبلۍ په غړو دمشتملې ١٢ کسيزې پارليماني کميټۍ غونډه سبا رابللې ده چې مشري به يې دمسلم ليګ(ن) رفيق رجوانه کوي، دغه کميټۍ کې دتحريک انصاف دقومي اسمبلۍ غړى شهريار افريدى هم شامل دى.

XS
SM
MD
LG