لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف وائي پي ټي ائي سره مقصدي خبرو ته تيار دى


ميډيا سره دخبرو په مهال وويل چې نوي سياست دانان پاکستان کې دنفرت تخم کري

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي که چرې پاکستان تحريک انصاف مقصدي مذاکرات غواړي نو حکومت پرې کوم اعتراض نۀ لري خو يو طرف ته د مذاکراتو اؤ بل طرف ته داحتجاج اؤ پاکستان بندولو خبرې روانې کومې چې مناسبې نۀ دي.

د حکومت مخالفې ډپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دسږکال د١٤م اگست راهسې اسلام اباد کې دوزيراعظم نواز شريف دحکومت په ضد په احتجاج بوخت دى، عمران خان تور لگوي چې د٢٠١٣م انتخابات کې موجوده وزيراعظم نواز شريف، دهاغه وخت چيف جسټس افتخار چوهدري اؤ اليکشن کميشن په گډه درغلي کړې وه اؤ ددغو ټاکنو دبيا دسره دتحقيقاتو غوښتنه کوي.

خو دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دريځ لري چې د٢٠١٣م عام انتخابات شفاف اؤ ازادانه وؤ اؤ دهغه دپاکستان د١٨م کروړه اولس منتخب وزيراعظم دى.

نواز شريف تحريک انصاف سره مذاکراتو ته دراضي کيدو په اړه دغه څرگندونې په داسې حال کړي چې په ٣٠م نومبر اسلام اباد کې دپي ټي ائي مشر عمران خان حکومت ته دمذاکراتو بلنه ورکړه اؤ ددې ترڅنگ يې دلاهور، فيصل اباد ، کراچۍ اؤ وروستو دټول ملک دبندولو گواښ وکړو.

وزيراعظم نواز شريف دخپل برطانوي سيال ډيوډ کيمرون په بلنه دافغانستان په اړه کيدونکې دوه ورځني بين المللي کانفرنس کې گډون لپاره لندن ته رسيدلى اؤ دغلته يې ميډيا سره دخبرو په مهال وويل چې نوي سياست دانان پاکستان کې دنفرت تخم کري اؤ ملک سره افسوسناکه لوبه لوبولى شي خو ددروغو سياست بريالى کيدى نه شي.

هغه وويل ددهرنو اؤ جلسو نه پس اوس دپاکستان بندولو خبرې مخې ته راروانې دي خو دپاکستان اولس هغوي( پي ټي ائي) ته دې لپاره ووټ نۀ ؤ ورکړى چې ددهرنو سياست دې وکړي بلکې اولس هغوي ته خيبرپښتونخوا صوبه کې دبدلون راوستو لپاره ووټ ورکړى ؤ خو اوس دخيبرپښتونخوا حالات دوړاندې نه هم خراب دي نو ځکه دنوي پاکستان خبره کوونکي دې لمړى نوې خيبرپښتونخوا جوړه کړي.

وزيراعظم وويل دپي ټي ائي دمشر عمران خان په بلنه دنيک نيتۍ اؤ خلوص پۀ بنياد دهغه کور ته ورغلى ؤ خو هغوي دمذاکراتو پځايې غيرائيني لاره خپله کړه اؤ دعوه يې وکړه چې حکومت کله هم دمذاکراتو نه انکار نۀ دى کړى.

هغه وويل چې دپاکستان اؤ افغانستان ثبات يو بل پسې تړلى دى اؤ که چرې سيمه باثباته شوه نو پاکستان کې به خوشحالي راځي.

نواز شريف وويل پاکستان ته دافغانستان دصدر اشرف غني ددورې په مهال ښې فيصلې وشوې چې په هغې به عمل کوؤ.

XS
SM
MD
LG