لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : چارواکي وائي طالبانو شپږ عسکر وژلي


بادغيس کې افغان پوځ کمانډر جنرال داؤد شاه وفا ترمخه دنهې په سحر بالا مرغاب اولسوالۍ کې طالب وسله والو په گڼو پوستو په مشين گنونو سره حمله کړې ده

يو افغان پوځي افسر وائي چې دافغانستان په شمالي ولايت بادغيس کې شپږ عسکر وژل شوي دي.

بادغيس کې افغان پوځ کمانډر جنرال داؤد شاه وفا ترمخه دنهې په سحر بالا مرغاب اولسوالۍ کې طالب وسله والو په گڼو پوستو په مشين گنونو سره حمله کړې ده

هغه وائي ممکنه ده چې دغه حمله ديو داخلي عسکر په مرستې سره طالبانو ترسره کړي وي اؤ زياته کړې يې ده چې ديو عسکر نه بغير نور ټول عسکر په دغه حمله کې وژل شوي دي.

دهغه وينا ده چې دحملې نه پس يو پوليس ورک دى اؤ زياته کړې يې ده چې طالبانو ځان سره دعسکرو وسله هم وړې ده.

بل لوري ته يو افغان چارواکى وائي چې دننگرهار ولايت په شيرزاد اولسوالۍ کې يو امريکائي ډرون حمله کې پينځه تندلاري وژل شوي دي.

دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئ وينا ه چې دغه ډرون حمله دگل په ورځ شوې دغه حمله کې دطالبانودرې کمانډران اؤ دوه جنگيالي وژل شوي دي.

بادغيس اؤ ننگرهار دافغانستان دزياتو ناقرارو ولايتونو څخه دي اؤ دغلته په نزدې مياشتو کې دطالبانو حملو کې اضافه ليدل شوې ده.

XS
SM
MD
LG