لاس رسیدونکی لینک

دوروستي ترهه گر تر خاتمې به جگړه روانه وي،خواجه اصف


کراچۍ کې مييډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کوي چې پکې دهغوي پوځونه بې مثاله قربانۍ ورکوي اؤ داخري ترهه گر تر خاتمې به جگړه روانه وي.

دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي پاکستان دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد پخه اراده لري اؤ دوروستي ترهه گري تر خاتمې به دهغوي جگړه روانه وي.

ددفاع وزير دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان پوځ پخپلو دوؤ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات روان دي اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل هم له دې وړاندې په ډاگه کړې چې ملک نه دوروستي ترهه گر تر خاتمې به عمليات روان وي.

دپاکستان پوځ دشمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ عملياتو کې دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوې کړي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

کراچۍ کې مييډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کوي چې پکې دهغوي پوځونه بې مثاله قربانۍ ورکوي اؤ داخري ترهه گر تر خاتمې به جگړه روانه وي.

هغه وويل ټولو گاونډي ملکونو سره ښې اړيکې غواړي اؤ زياته يې کړه چې دا مهال چين او روس دسيمې لويې طاقتونه دي ، چين سره دپاکستان يوه نۀ ختميدونکې رشته ده اؤ ددواړو ملکونو ترمينځ ددفاعي اؤ معاشي څانگو په گډون گڼو معاملو کې مرسته روانه ده.

هغه وويل دڅو لسيزو وروستو روس سره دپاکستان اړيکې ښې شوي کومه چې سيمه کې يو لويې اؤ مهم بدلون دى اؤ راتلونکي وخت کې به روس سره دهغوي اړيکې نورې هم ښې شي.

XS
SM
MD
LG