لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په موضوع کانفرنس کې گډون لپاره د نوازشريف د برطانيي سفر


 دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم په دغه اړه يو بيان کې وئيلي دي چې” ددغه کانفرنس شريکه ميلمستيا دبرطانيې اؤ افغانستان حکومتونه کوي اؤ دافغانستان نه به پکې صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله برخه اخلي“
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم په دغه اړه يو بيان کې وئيلي دي چې” ددغه کانفرنس شريکه ميلمستيا دبرطانيې اؤ افغانستان حکومتونه کوي اؤ دافغانستان نه به پکې صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله برخه اخلي“

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دنهې په ورځ برطانيې ته روان شوى ، چرته چې به هغه د٣م تر ٤م دسمبر پورې دافغانستان په اړه لندن کانفرنس کې برخه اخلي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم په دغه اړه يو بيان کې وئيلي دي چې ددغه کانفرنس شريکه ميلمستيا دبرطانيې اؤ افغانستان حکومتونه کوي اؤ دافغانستان نه به پکې صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله برخه اخلي

تسنيم اسلم وئيلي دي چې ددغه غونډې په مهال به وزيراعظم نواز شريف دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون سره دوه اړخيزه رابطه کوي اؤ دنړيوال بانک چارواکو سره به هم ليدنه کوي.

برطانوي وزيراعظم به دسحرې دناشتې په موقع هم ديوې غونډې مشري کوي چې پکې به ووزيراعظم نواز شريف اؤافغان مشران برخه اخلي.

تسنيم اسلم زياتوي چې دامريکې خارجه وزير جان کيري سره يوه دوه اړخيزه ليدنه هم ټاکل شوې ده.

لندن کانفرنس کې دپاکستاني وزيراعظم دبرخې اخستې په اړه دتبصرې کولو په مهال تسنيم اسلم وئيلي دي چې دا دهاغه اهميت عکاسي ده چې پاکستان يې افغانستان کې دامن، ثبات اؤ اقتصادي پرمختگ لپاره نړيوالو کوششونو ته ورکوي.

دامريکې خارجه وزير جان کيري چې داتوار په شپه يې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې وه ټاکل شوې ده چې هغه به روانه اوونۍ کې لندن کې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف سره هم ليدنه کوي.

واشنگټن کې دنيوزبريفنگ په مهال دامريکې خارجه محکمې پخلى کړى چې ښاغلى کيري به دافغانستان په اړه لندن کانفرنس کې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف اؤ افغان صدر اشرف غني سره ليدنه کوي.

دخارجه محکمې وياندې جين ساکي وويل داتوار په ورځ واشنگټن کې جان کيري دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره وليدل اؤ پاکستان کې دسلامتۍ دصورتحال دښه کيدو دهڅو په مهال يې دپاکستاني پوځ لخوا ورکړل شوې قربانۍ يې ومنلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG