لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان اؤ خيبر کې ٢٤ جنگيالي وژل شوي


 دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه سحر وختي امنيتي ځواکونو شمالي وزيرستان کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړي چې پکې ١٧ ترهه گر وژل شوي اؤ په وژل شوؤ کې غيرملکي جنگيالي هم شامل دي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه سحر وختي امنيتي ځواکونو شمالي وزيرستان کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړي چې پکې ١٧ ترهه گر وژل شوي اؤ په وژل شوؤ کې غيرملکي جنگيالي هم شامل دي.

دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دترهه گرو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو څخه شوې بمبارۍ اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ يوه نښته کې ٢٤ جنگيالي وژل شوي دي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه سحر وختي امنيتي ځواکونو شمالي وزيرستان کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړي چې پکې ١٧ ترهه گر وژل شوي اؤ په وژل شوؤ کې غيرملکي جنگيالي هم شامل دي.

دغه بمباري دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ترسره شوې اؤ سرچينې وائي چې په وژل شوؤ کې دوه کمانډران اؤ ځينې غيرملکي جنگيالي هم شامل دي، بمبارۍ کې دوه گاډي هم تباه شوي دي

شمالي وزيرستان کې سږکال په ١٥م جون وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړل شوي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخېسته اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې د١٢٠٠ؤ نه زيات جنگيالي وژلي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

بلخوا چارواکي وائي دخيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ يوه نښته کې ٧ جنگيالي وژل شوي دي.

دعسکري چارواکو وينا ده چې د٥٠ؤ نه تر ٦٠ؤ پورې وسله والو جنگيالو تيراه کې دامنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ حمله وکړه ، خو امنيتي ځواکونو دغه حمله په شا وتمبوله اؤ ځوابي کارروايۍ کې يې ٧ تندلاري ووژل شول ، نور جنگيالي تيښته کې بريالي شوي دي.

خيبرايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دشمالي وزيرستان نه دتښتيدلو جنگيالو اؤ دغلته دفعاله تندلارو په ضد څو اوونۍ دمخه دخيبرون په نوم عمليات پيل کړي چې پکې يې دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG