لاس رسیدونکی لینک

حُسني مبارک ټولو تورونو نه بري کړل شوى


په پخواني صدر حُسني مبارک ٢٠١١ء کې دخپل اقتدار دخاتمې لپاره دراپورته کړل شوؤ مظاهرينو دوژلو تورونه لګيدلي وؤ.

دمصر يو عدالت پخوانى صدر حُسني مبارک ٢٠١١ء کې دعوامي تحريک په مهال دمظاهرينو وژنو کې دککړتيا دتورونو نه بري کړى دى.

په پخواني صدر حُسني مبارک ٢٠١١ء کې دخپل اقتدار دخاتمې لپاره دراپورته کړل شوؤ مظاهرينو دوژلو تورونه لګيدلي وؤ.

دعدالتي فيصلې نه پس دحسني مبارک ځوې اؤ نورو خواخوږو هغه پسر ښکل کړى دى.

دخالي په ورځ قاهره کې دشوي سماعت نه پس جج وويل چې دصدر په ضد تورونه مسترد کولى شي اؤ دعدالتي فيصلې نه پس دعدالت کمره کې خلکو لاسونه وپړقول.

پخپله وينا کې جج په خبريالانو زور راوړو چې ددې مقدمې په اړه دې تجزيې اؤ ردعمل تر هاغه وخته نۀ وړاندې کوي ترڅو چې هغه په ١٤٣٠ پاڼو مشتمله تفصيلي پريکړه وانۀ وروي.

دحسُني مبارک داخله وزير اؤ نور شپږ لوړپوړي امنيتي چارواکي هم دتورونو نه بري کړل شوي ، په دغو چارواکو تور وؤ چې دمظاهرينو دوژلو امر يې کړى ؤ.

دمصر پخواني صدر حسني مبارک ته په دغه مقدمه کې کال ٢٠١٢م کې دعمري بند سزا اورول شوې وه خو يو کال پس هغه خوشې کړل شوى اؤ په يو هسپتال کې نظربند کړل شوى ؤ.

دحَُسني مبارک دبرطرفۍ نه پس مصر کې جمهوري انتخابات شوي وؤ اؤ پوځ داولني منتخب صدر محمد مرسي په لرې کولو کې مدد کړى، داکثرو مصريانو په قول مرسي دملک ائين کې سخت اسلامي قوانين شاملول غوښتل.

دحسني مبآرک په دور کې داستخباراتي دارې مشر عبدالفتاح السيسي اوس مهال دمصر صدر دى.

XS
SM
MD
LG