لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ائي ته د٣٠م نومبر دجلسې اجازت ورکړى شو،چوهدري نثار


 دکورنو چارو وزير وويل په اولني ځل اسلام اباد ته دڅه قسمه امکاني بدې پيښې دمخنيوي لپاره داوبو توپې راغوښتل شوي اؤ دڅه قسمه بدې پيښې مخنيوي لپاره پوليس، رينجرز اؤ دايف سي ځواکونه چمتو دي.
دکورنو چارو وزير وويل په اولني ځل اسلام اباد ته دڅه قسمه امکاني بدې پيښې دمخنيوي لپاره داوبو توپې راغوښتل شوي اؤ دڅه قسمه بدې پيښې مخنيوي لپاره پوليس، رينجرز اؤ دايف سي ځواکونه چمتو دي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې حکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف ته داسلام اباد په جناح ايونيو دجلسې کولو اجازت ورکړل شوى اؤ که چرې په دغه اړه پي ټي ائي دشوي تړون خلاف ورزي وکړه نو قانون به حرکت کې راځي.

حکومت مخالفه سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف سږکال د١٤م اگست څخه دتيرکال انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلې خلاف په احتجاج بوخت دى اؤ وزيراعظم نواز شريف نه داستعفا غوښتنه کوي اؤ په حکومت دفشار سيوا کولو لپاره يې دروانې مياشتې په ٣٠مه نيټه اسلام اباد کې ديوې لويې سياسي جلسې اعلان کړى دى

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دتحريک انصاف له لوري اسلام اباد کې په ٣٠م نومبر دلويې جلسې کولو دشوي اعلان په تناظر يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت چوهدري نثار علي خان وويل چې دتحريک انصاف اؤ انتظاميې ترمينځ تړون شوى چې ترمخه به يې دپي ټي ائي کارکوونکي دټاکل شوي مقام نه مخکې نۀ ځي اؤ دجلسې دختميدو نه وروستو به ټول خلک په امن سره ستنيږي

هغه وويل داسلام اباد حساسې سيمې ريډزون ته به چاته دورتللو اجازت نۀ شي ورکولى خو که چرې کوم اړى گړى وشو اؤ دانتظاميې اؤ پي ټي ائي ترمينځ دلاسليک شوي تړون خلاف ورزي وشوه نو قانون به حرکت کې راځي.

دکورنو چارو وزير وويل په اولني ځل اسلام اباد ته دڅه قسمه امکاني بدې پيښې دمخنيوي لپاره داوبو توپې راغوښتل شوي اؤ دڅه قسمه بدې پيښې مخنيوي لپاره پوليس، رينجرز اؤ دايف سي ځواکونه چمتو دي.

هغه وويل پاکستان يو جمهوري ملک دى اؤ دغلته په پرامنه احتجاج اؤ جلسو حکومت هيڅ قسمه اعتراض نۀ لري اؤ غواړي چې جلسه په پرامنه طريقې سره ترسره شي

داخله وزير وويل چې دجلسې دننه به دامنيتي تدابيرو نيولو ذمه واري پخپله دتحريک انصاف وي اؤ همدغه شان به دسرکاري ځائيونو ته داوښتونکي کوم ممکنه تاوان ذمه واري هم دجلسې په منتظمينو وي.

هغه وويل اسلام اباد کې دروانې دهرنې مسئله به اخر هم دمذاکراتو په ميز حل کيږي اؤ هيله کوي چې تحريک انصاف به د٣٠م نومبر دجلسې نه نه پس حکومت سره مذاکراتو ته کښيني خونثار دا هم وويل چې دگواښونو په سيوري کې هغوي مذاکرات بيخي نۀ مني.

دپي اى ټي دمشر طاهرلقادري له لوري اسلام اباد کې دخپل احتجاج ختمولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دکورنو چارو وزير په ډاگه کړه چې په دغه اړه دحکومت اؤ طاهرالقادري ترمينځ هيڅ قسمه تړون نۀ دى ترسره شوى.

اخوا دپاکستان دتحريک انصاف مشر عمران خان دخپلې پارټۍ په کارکوونکو غږ کړى چې ځانونه دې د٣٠م نومبر دجلسې لپاره تيار کړي اؤ خپله دغه احتجاجي جلسه يې په پاکسان کې دبدلون راوستو لپاره اخري پړاؤ گرځولى دى.

تيره ورځ دپاکستان ميډيکل ايسوسي ايشن له لوري دقومي روغتيا دتگلارې په اړه راجوړ کړل شوي يو سيمينار ته دخطاب په وخت عمرا خان وويل چې ٣٠م نومبر به دبدلون دورځې په توگه يادولى شي اؤ زياته يې کړه هغه ته نۀ ده معلومه چې په ٣٠ م نومبر به اسلام اباد کې څه کيږي خو په دغه موقع به دقوم دمستقبل فيصله کولى شي.

عمران خان دپي پي پي مشر اصف زرداري په غبرگ معيار تورن کړو اؤ وې وئيل چې اصف زرداري ورته په ټيليفون پخپله وئيلي وؤ چې د٢٠١٣م انتخاباتو کې ريټرننگ افسرانو روڼ انده کارکردگي نۀ ده خوښلې خو بل اړخ ته هغه دمسلم ليگ(ن) دحکومت ملاتړ هم اؤ مولانا فضل الرحمان اؤ اسفنديارولي هم دزرداري دنقطه نظر سره متفق دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG