لاس رسیدونکی لینک

کابل کې دبرطانوي سفارت خانې په گاډي خودکش حمله،پينځه مړۀ


خودکش حمله دکابل په ختيزه برخه کې شوې چې ورسره گڼ ځائيونه جړقيدلي اؤ په هوا کې لوگي پورته شوي دي.

چارواکي وائي دزيارت په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دبرطانوي سفارت خانې په يو ګاډي خودکش حمله شوې چې له امله يې لږ ترلږه پينځه افغان اولسي وګړي وژل شوي اؤ د٣٠ؤ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

دبرطانوي سفارت خانې يو وياند وائي دبرطانوي سفارت خانې په يو گاډي دخودکش حملې پخلى کړى اؤ وائي گاډي کې ځينې کسان ژوبل شوي هم دي

دغه وياند وائي چې گاډي کې کوم برطانوي ډيپلوماټان نۀ راوړل کيدل.

دکابل دهسپتالونو انتظامي مشر کبير عامري ويا ده چې حمله کې پينځه افغان اولسي وګړي وژل شوي اؤ ٣٤ نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان دروغتيا دمحکمې ترمخه په ژوبل شوؤ کې پينځه ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وائي چې په موټرسائيکل ناست خودکش دبرطانوي سفارت خانې په ګاډي حمله کړې چې له امله يې لږ ترلږه دوه افغان اولسي وګړي وژل شوي دي.

دکابل دپوليسو وياند حشمت ستانکزئ اى ايف پي ته وويل” زمونږ ابتدائي راپور په ډاګه کوي چې لږ ترلږه دوه اولسي وګړي وژل شوي اؤ د١٠ؤ نه زيات ژوبل شوي دي“

خودکش حمله دکابل په ختيزه برخه کې شوې چې ورسره گڼ ځائيونه جړقيدلي اؤ په هوا کې لوگي پورته شوي دي.

دافغانستان مرستيال داخله وزير جنرل محمد ايوب سالنگي پخلى کړى دى چې په موټر سائيکل سور يو خودکش خارجي گاډي په نخښه کړي دي.

له دې وړاندې يو مقامي پوليس افسر وئيلي وؤ چې حمله کوونکى په يو گاډي کې ناست وؤ چې دبارودو نه ډک ؤ.

په کومه برخه کې چې دغه خودکش حمله شوې هلته گڼې بهرنۍ ودانۍ اؤ دنړيوالو ځواکونو تنصيبات موقعيت لري.

په نزدې اوونو کې تندلارو سيمه کې په پوځي کاروانونو اؤ، دبهرنو کمپنو په ودانو اؤ نړيوالو ملازمانو حملې کړي دي.

کابل کې دتندلارو لخوا حملو کې په داسې حال کې تُندي راغلې چې دافغانستان حکومت پخپل هيواد کې د٢٠١٤م څخه وروستو هم دځينو بهرنو ځواکونو دپاتې کيدو اجازت ورکړى اؤ ټاکل شوې دسږکال تر اخره به ددغه هيواد نه زياتره بهرني جنگي عسکر اوځي.

XS
SM
MD
LG